د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان لومړنۍ بریا

افغانستان د اماراتو په وړاندې بریا خپله کړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په روان نړیوال شل اووریز جام کې د متحده عربي اماراتو ټیم مات کړ.

افغان لوبډله وتوانېده د ۱۶۱ منډو هدف په شلم اوور کې د ۵ لوبغاړو په تاوان پوره کړي.

په نننۍ لوبه کې لومړی افغانستان باولنګ وکړ او سیال یې ۱۶۰ منډې وکړای شوې.

په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې ویکټې عظمت الله عمرزي واخیستې چې وتوانېد په څلورو اورونو کې د اماراتو څلور لوبغاړي اوټ کړي.

هغه همداراز وتوانېد په بټنګ کې هم ښه وځلیږي او د بریا وروستۍ شاټ یې وواهه او په ۲۱ بالونو یې ۴۰ چټکې منډې وکړې.

عظمت الله عمرزی د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

عظمت الله عمرزي د اماراتو په وړاندې ۴ ویکټې واخیستې او ۴۰ منډې یې وکړې

تر هغه مخکې ابراهیم ځدراڼ ۵۳ منډې کړې وې.

په دې لوبه کې راشدخان د افغانستان د شل اووریزو لوبو کپټان وتوانېد د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ ثبت کړي.

راشد خان

دا د راشدخان ۵۱۳مه شل اووریزه لوبه وه.
دا په شل اورویزو لوبو کې یو نړیوال ریکارډ دی.

په ټوله کې دا په روان نړیوال شل اورویز جام کې د افغانستان لومړنۍ بریا وه.

افغان لوبډلې تر دې مخکې له نیوزیلنډ او جنوبي افریقا څخه ماته خوړلې وه.

تمه ده د افغانستان ټیم په ګروپي دور کې خپله وروستۍ لوبه له کاناډا سره وکړي.

که څه هم اتو غوره پړاو ته د افغانستان د تلو چانس کم دی مګر که سبا ته کاناډا وتوانیږي نیوزیلنډ مات کړي او افغانستان بیا په وروستۍ لوبه کې کاناډا له مخې لرې کړي بل پړاو ته د افغانستان د تلو چانس جوړیږي.