روبیو؛ له ایران سره د جګړې پرتله دپیلوماسۍ ته اولویت ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له ایران سره پر ډیپلوماټیک چلند ټینګار کړی دی.

هغه چې د یکشنبې په ورځ د (فبروري ۱۵مه) د سلواکیا په پلازمینه براتیسلاوا کې په یوه خبري کنفراس کې خبرې کولې وویل،"ولسمشر ټرمپ ایران ته ښکاره ویلي چې مذاکراتو ته د جګړې پرتله اولویت ورکوي".

هغه وړاندې وویل،"هیڅ څوک نه دي توانیدلي چې له ایران سره بریالی تړون ولري، خو موږ خپله هڅه کوو".

له دې مخکې ایران له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه د یوې هوکړې د ترلاسه کولو امکان مطرح کړی.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت روانچي د یکشنبې په ورځ بي بي سي ته ویلي و، "که دوی (امریکایان)د بندیزونو په اړه خبرې کولو ته چمتو وي، موږ چمتو یو چې د خپل اټومي پروګرام اړوند مسلو په اړه خبرې وکړو."

هغه دا مشخصه نه کړه چې ایران د ټولو او که د یوې برخې بندیزونو لرې کول غواړي.

روبیو په مونیخ کنفرانس کې له ګډون وروسته سلواکیا ته تللی دی.

تمه ده هغه له دې وروسته د هنګري له ولسمشر ویکتور اوربان سره وګوري.