د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند نوی وزیر؛ د ګوانتانامو پخوانی زنداني

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا محمد فاضل مظلوم

ملا محمد فاضل مظلوم د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله له خوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه په دې اړه بیانیه خپره کړې ده.
ملا فاضل تر دې مخکې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت لومړی مرستیال وو.

هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له عمومي قومندانانو وو.

مظلوم د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر له نږدې کسانو بلل کېږي.

دی د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو ضد شمال اییتلاف د هغه وخت د جګپوړي قومندان عبدالرشید دوستم له خوا ونیول شو او په ۲۰۰۲ کال کې د امریکایانو له لوري ګوانتانامو زندان ته انتقال او تر ۲۰۱۴ کاله هلته بندي وو.

ملا فاضل مظلوم کله چې د دوستم له خوا نیول شوی وو


مظلوم وروسته د پنځو نورو جګپوړي طالب بندیانو سره په ګډه د امریکايي عسکر باو برګډال د خوشې کېدو په بدل کې له ګوانتانامو څخه قطر ته انتقال شو.
دی وروسته د طالبانو د سولې په مذاکراتي ټیم کې شامل وو او په دوحه او مسکو کې یې په څو دورو خبرو کې هم برخه اخیستې ده.

فاضل مظلوم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لیسټ کې د ملا فاضل مظلوم نوم شامل دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله بیانیه کې زیاته کړې چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله آخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی.