زلنسکي: پوتین ( د جګړې غلام ) دی، که یې مخه ونه نیول شي، اروپا هم ګواښي

په مونیخ امنیتي کانفرانس کې د زلنسکي وینا

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، که په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین مخه ونه نیول شي، نو اروپا به هم وګواښي.

زلنسکي دا څرګندونې نن شنبه ( د سلواغې ۲۵مه) د مونیخ امنیتي کانفرانس ته په وینا کې وکړې او له لویدیځو هېوادونو یې د نورو وسلو او "ریښتینو امنیتي تضمینونو" غوښتنه وکړه.

زلنسکي خپل روسي سیال " د جګړې غلام" وباله او وې ویل هغه نه شي کولای چې د جګړې مفکوره له ځانه لرې کړي.

د هغه په ټکو ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د امریکا په منځګړیتوب یوځل بیا اوکرایني او روسي چارواکي د سولې خبرو ته کیني، خو مسکو د جوړجاړي لپاره ډېره لږه لیوالتیا ښودلې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې لس ورځې وروسته اوکراین کې د روسیې جګړه ۴ کلنه کیږي.

دا له ۱۹۴۵ کال راهیسې په اروپا کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کیږي.

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې دغې جګړه کې تراوسه څه باندې دوه میلیونه سرتیري وژل، ټپيان یا تري تم شوي دي.

زلنسکي به نن د ورځې په پای کې د مونیخ کانفرانس په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره هم وګوري.

له کله چې روسیې په اوکراین کې جګړه پيل کړې نو د مونیخ کلنیو امنیتي کانفرانسونو ته یې هیڅ لوړپوړی چارواکی نه دی لیږلی.