په روان ژمي کې په تخار ولایت کې د درنو واورو په ورېدو سره، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي واوره په ژورو کندو کې راټولوي او زېرمه کوي یې، څو د ګرمۍ په موسم کې ترې استفاده وکړي.
یوه کنده جوړوي، په هغې کې د شولو پلاله او پلاستیک استفاده کوي، واوره پکې اچوي، ټینګوي یې، ان دو کسان په پښو پرې منجېږي چې ښه تخته شي. ځای یې هم سړه سیمه وي، چې سړه وي نو واوره څو میاشتې پاتې کېږيمسلم
د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، دا یوه دودیزه او کملګښته لاره ده چې له کلونو راهیسې د دې ولایت په ځینو غرنیو سیمو کې دود ده.
دوی وايي، هر کال ژمي لپاره، شاوخوا شپږ تر اته مترو پورې ژورې کندې جوړوي او پاکه واوره پکې زېرمه کوي.
دا کندې معمولاً په سیورو سیمو کې او د لمر له مستقیمو وړانګو لرې جوړېږي، او د واورې د اوږدې مودې ساتنې لپاره پرې واښه، خاورې او کله هم پلاستیک اچول کېږي.
د دغه ولایت اوسېدونکي مسلم د دې دودیز بهیر په اړه ازادي راډیو ته وویل،
"یوه کنده جوړوي، په هغې کې د شولو پلاله او پلاستیک استفاده کوي، واوره پکې اچوي، ټینګوي یې، ان دو کسان په پښو پرې منجېږي چې ښه تخته شي. ځای یې هم سړه سیمه وي، چې سړه وي نو واوره څو میاشتې پاتې کېږي.
نوموړی زیاتوي چې په اوړي کې ځینې خلک دغه اوبه د څارویو او څښاک لپاره کاروي، او ان د واورې یوه برخه ښار ته د شېرېخ جوړولو لپاره وړي او خرڅوي یې.
د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکی سید رحمان رحماني وايي د دې ولسوالۍ د لرې پرتو کلیو خلک د څښاک پاکو اوبو ته د کافي لاسرسي د نشتوالي له امله په ګرمۍ کې له همدې زېرمه شوې واورې ګټه اخلي.
هغه ازادي راډیو ته وویل، "خلک له اوبو ډېر لرې دي، نو له همدې اوبو استفاده کوي، خو کندې ته تلل ستونزمن وي، ځکه له پاسه ژوره ده، له لاندې خوا ورننوځي، دا اوبه ۲۴ ساعته یخې وي، هر وخت چې واخیستل شي، د یخچال په شان سړې وي."
د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکې فرخنده په دې اړه خپل د ماشومتوب دورې کیسه داسې کوي.
کله چې اوبو ته اړتیا وه او زموږ مکتب اوبه نه لرلې، او موږ به غوښتل چې سړې اوبه ولرو، نو زه خپله د واورې کانال ته تللم، واوره مې راایستله او استفاده مې ترې کولهفرخنده
"کله چې اوبو ته اړتیا وه او زموږ مکتب اوبه نه لرلې، او موږ به غوښتل چې سړې اوبه ولرو، نو زه خپله د واورې کانال ته تللم، واوره مې راایستله او استفاده مې ترې کوله".
نوموړې وايي، دا کندې د سیمې د خلکو د خاطرو برخه ګرځېدلې او ډېری ماشومانو په همدې یخو اوبو د اوړي ګرمې ورځې تېرولې.
د اوبو او چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان دغه دودیزه لاره، د فرهنګي اړخ تر څنګ، د اوبو د مدیریت له پلوه هم د پام وړ بولي.
د دوی له ډلې عبدالباسط رحماني ازادي راډیو ته وویل:
"د تخار د خلکو دا لاره ښه او اغېزمنه ده، ځکه له دې لارې د اوبو د زېرمه کولو شرایط لوړېږي. کله چې واوره زېرمه شي، له وخت مخکې تبخیر، وېلې کېدل او جذب څخه یې مخنیوی کېږي. خو دا طریقه د ځمکې لاندې اوبو د پیاړتیا لپاره هومره اغېزمنه نه ده چې زموږ اړتیا پوره کړي. دا د اوبو د ساتنې او د اوبو سرچینو ته د پاملرنې په خاطر یو سمبولیک کار دی او یو مهمه او اساسي حل لاره نه شي کېدای."
نوموړی ټینګار کوي چې بنسټیزې حل لارې د کوچنیو بندونو (چکډمونو) جوړول، د اوبو د حوزو ساتنه، د نباتي پوښښ خوندیتوب او د طبیعي کندو او ژورو ځایونو ساتنه ده؛ هغه اقدامات چې په خبره یې کولی شي د اوبو د جذب او ساتنې کچه لوړه کړي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.
د اورښتونو کموالی، اقلیمي بدلونونه، د اوبو د سرچینو ناسم مدیریت او د نفوس زیاتوالی هغه لاملونه دي چې خلک یې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړی دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مخکې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې میلیونونه کسان د اوبو او خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، او د وچکالۍ دوام کولای شي د خلکو د ژوند وضعیت، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، لا پسې خراب کړي.
په داسې حالاتو کې، په تخار کې د واورې زېرمه کول اقلیمي سختو شرایطو سره د خلکو د عیارېدو هڅه ښيي؛ یوه نوښتګره او له دودونو سره تړلې هڅه چې که څه هم د لنډمهاله اړتیاوو یوه برخه پوره کوي، خو د کارپوهانو په وینا، په هېواد کې د اوبو د پراخ ناورین د حل لپاره بنسټیزو لارو چارو او پراخ ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.