طالب او ایراني چارواکو تر خپله منځه د ترانسپورتي او مواصلاتي اړیکو پر پياوړتیا او دې برخو کې د ستونزو پر هواري خبرې کړې دي.
د ایران د نفتو وزارت مرستیال سید علي محمد موسوي او د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مرستیال عبدالسلام حیدري دا لیده کاته کابل کې کړي دي.
په کابل کې د ایران سفارت نن شنبه ( د سلواغې ۲۵مه) پر خپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی.
طالب چارواکو ایران خپل اصلي سوداګریز شریک بللی او له هغه هېواده یې غوښتي چې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې او باروړونکو موټرو ته یې د سون توکي برابر او پوله کې یې د انتظار موده کمه کړي.
افغانستان وروسته له هغه له ایران سره د سوداګرۍ پراختیا ته مخه کړه چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت ټولې لارې بندې شوې دي.