د پاریس لوور موزیم اعلان کړی چې د اوبو د یوه پایپ له چاودېدو وروسته د موزیم هغې برخې ته چې ډېر خلک یې لیدو ته ورځي اوبه ورغلي دي. دا په تېرو دریو میاشتو کې دې موزیم ته د اوبو د ننوتو دوهمه پېښه ده.
د لوور موزیم مسوولانو پرون (د سلواغې ۲۴مه) وویل چې د اطفایې پولیسو ژر مداخله وکړه او د موزیم مهم آثار له هغې ډلې د مونالیزا په نوم مهم انځور له زیان څخه خوندي پاتې شوي دي.
دا پېښه په ۷۰۷ نمبر خونه کې، په هغه ځای کې شوې ده چې د نولسمې پېړۍ د فرانسوي هنرمند شارل مینیه او د شپاړسمې پېړۍ د ایټالوي انځورګر برناردینو لوییني آثار پکې نندارې ته ایښودل شوي دي.
دا پېښه داسې مهال کېږي چې د فرانسې دا مشهور موزیم په وروستیو میاشتو کې د غلا، اعتصابونو او د جعلي او تاریخ تېر شویو ټکټونو د خرڅلاو په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخامخ شوی دی.