والنټاین یا د مینانو ورځ؛ طالبانو د دې ورځې پر لمانځلو ممنوعیت لګولی دی

شنبې د فبروري ۱۴مه د مینانو نړیواله ورځ ده.

نن د فبروري ۱۴مه والنټاین یا د مینانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د نړۍ په ډېری هېوادونو کې لمانځل کېږي خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د دې ورځې پر لمانځلو ممنوعیت لګېدلی دی.

د طالبانو حکومت له دې مخکې اعلان کړی دی چې والنټاین د لویدیځوالو دود دی او دا او ځینې نورې ورځې د افغاني ټولنې له اصولو سره سمون نه لري.

خو په عین حال کې په افغانستان کې یوشمېر خلک دا ورځ یوبل ته د ګلانو او نورو ډالیو په ورکولو سره په پټه لمانځي او په دې توګه د ژوند شریکانو او نورو عزیزانو ته خپله مینه څرګندوي.