د افغانستان د خبریالانو مرکز خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر راډیو ګانو د طالبانو له خوا لګېدلي محدودیتونه په بېساري ډول زیات شوي دي.
دې بنسټ د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې په تېر یوه کال کې یوشمېر راډیوګانې یا ګواښل شوې یا بندې شوې دي او د راډیوګانو یوشمېر خبریالان هم احضار شوي، نیول شوي او یا په بند کې اچول شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو د ډله ایزو رسنیو د قانون پرځای د فرمانونو او اجرایي قوانینو له لارې پر رسنیو محدودیتونه لګولي دي.
د دې مرکز د موندنو له مخې په تېرو څه باندې ۴ کلونو کې لږترلږه ۲۴ فرمانونه چې د رسنیو فعالیت محدودوي صادر شوي چې دې کار د راډیوګانو پر فعالیت هم مستقیم اغېز کړی او د ښځو پر کار ممنوعیت، د ښځو د غږونو خپرولو ته اجازه نه ورکول او د راډیوګانو د فعالیت د جوازونو د تمدید لپاره د خنډونو رامنځ ته کول په دې ډله کې شامل دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له واکمنو طالبانو غواړي چې د ډله ایزو رسنیو قانون ته درناوی وکړي، له قانون څخه لوړ اقدامات بند کړي او راډیوګانو ته اجازه ورکړي چې د ژورنالیزم د اصولو په اساس آزاد فعالیت وکړي. د دې مرکز د ارقامو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲ راډیوګانې فعالې دي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د جمعې په ورځ وویل چې رسنۍ باید له اسلامي او فرهنګي ارزښتونو سره سمې فعالیت وکړي او زیاته یې کړه چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ۴۰ راډیوګانو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او د فعالو راډیو ګانو ټول شمېر ۲۲۸ ته رسېږي.