د ملګروملتونو خبرداری: په ورځ کې د زرګونه کډوالو راستنېدو د مرستو رسول ګران کړي دي

یوشمېر راستانه شوي کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي (آرشیف)

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو هره ورځ د زرګونه کډوالو د راستنېدلو بهیر د مرستو د رسولو چاره ستونزمنه کړې ده.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ UNHCR ویاند عرفات جمال پرون له کابله د ویډیو کنفرانس له لارې په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې ملګري ملتونه د دې کډوالو د ژوند د دوام څرنګوالي ته خورا ډېره اندېښنه لري.

ښاغلي عرفات څرګنده کړه چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له پاکستان او ایرانه نژدې ۲،۹ میلیون او د روان ۲۰۲۶ کال له پیله تراوسه یونیم لک افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

عرفات د افغانستان سخت ژمي ته د اشارې په ترڅ کې یادونه وکړه چې له دې دوو هېوادونو د راستنو شویو افغانانو لوړې شمېرې، ملګروملتونو ته سخت ټکان ورکړی ځکه د دوی شمېر د افغانستان د ټولو وګړو شاوخوا ۱۲ سلنې ته رسېږي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان سړې هوا او درنو واورو ته په پام سره د راستنېدونکو دا لوړه شمېره موږ د پاڼ سر ته ورنژدې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له پیلېدو وروسته په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او لوږه په زیاتېدو ده او بل خوا له افغانستان سره د نړیوالو مرستې بندې شوې دي.

د افغان کډوالو د راستنېدو چټکۍ او لوړې کچې افغانستان، په تېره د ښځو او نجونو لپاره له یوه ژور بحران سره مخ کړی دی.

د پکتیاولایت د مرکز ګردېز ښار د رباط د کډوالو په ښارګوټي کې دېره ایران ګل چې په وروستیو کې له پاکستانه راستون شوی دی، له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی او نور راستانه شوي کډوال د ژمي لپاره هېڅ هم نه لري.

ایرن ګل زیاته کړه"کوټې مو نه شته. اوبه د بل چا له کوره راوړو. ګاز، بخارۍ او نور وسایل چې وي بیا ژمی ښه تېرېږي خو موږ یې نه لرو. له پاکستانه چې راستانه شوي دا ټول همداسې پراته دي سره. داسې خلک هم شته پکې چې د سهار او بېګا لا نه لري."

د UNHCR ویاند زیاته کړه چې د افغان کډوالو د راستنېدو چټکۍ او لوړې کچې افغانستان، په تېره د ښځو او نجونو لپاره له یوه ژور بحران سره مخ کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمیشنرۍ له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې لپاره په روان کال کې ۲۱۶ میلیون ډالره مالي مرستې غوښتې ده خو د کمپاین په ترڅ کې یې د دې اندازې یوازې اته سلنه ترلاسه کړې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیله تراوسه له پنځه میلیون ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. خو تقریبا ټول دا خلک له بېوزلۍ سر ټکوي او وايي چې مرستو ته اړتیا لري.

د راستنو شویو افغان کډوالو ستونزې په دې وروستیو کې د سختو بارانونو او درنو واورو د ورېدلو له کبله څوځلې زیاتې شوې دي.

دا کډوال د طالبانو له حکومت او نړیوالو مرستندویو موسسو غواړي چې که مرستې نه شي ورسره کولای نو دوی ته دې د کاروبار امکانات برابر کړي.