د عمران خان د نازک روغتیایي حالت په غبرګون کې د حکومت د مخالفو ګوندونو پرلت

ارشیف

د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) په نوم د حکومت مخالفو ګوندونو اتحاد د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د پخواني صدر اعظم عمران خان د "نازک روغتیايي حالت" او له هغه سره پر ملاقاتونو د "بنديز" پرضد د پارلمان مخې ته د احتجاجي پرلت وهلو اعلان کړی دی.

غورځنګ دا اعلان د فبروري پر ۱۲مه تر هغې څو ساعتونه وروسته وکړ چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د بنسټګر عمران خان وکیل سلمان صفدر سترې محکمې ته د نوموړي د روغتیا په اړه راپور وړاندې کړ.

په راپور کې راغلي چې د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې پر معاینې او درملنې سربېره د خان "ښۍ سترګه" خورا کمزورې شوې ده د لیدو ځواک یې یوازې پنځلس په سلو کې پاته دی.

د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په اسلام اباد کې د اېتلاف له نورو مشرانو سره ګډې خبري غونډې ته وويل چې د فبروري پر ۱۳مه د پیلېدونکې ناستې پر مهال حکومت ته خپلې غوښتنې وړاندې کوي او تر پوره کېدو پورې به یې احتجاج ته دوام ورکوي.

دا په داسي حال کې ده چې سترې محکمې حکومت ته امر کړی دی چې د فبرورۍ تر ۱۶مې پورې دې عمران خان ته د سترګو له ډاکترانو سره د لیدو او له خپلو بچیو سره د ټېلېفوني خبرو اسانتیا ورکړي.

خان له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د درغليو په ګډون په یوشمېر قضیو کې بندي دی چې په ځینو کې یې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

په زندان کې یو ځانګړي عدالت د تېر کال په ډېسېمبر کې هغه او ښځې ته یې د ۱۷، ۱۷ کلونو بند سزا واوروله.