امنیت شورا پر افغان طالبانو بندیزونه تمدید کړل.
دغې شورا د رایو په اکثریت سره د افغانستان د بندیزونو د څارنې د ټیم ماموریت وغځاوه.
امنیت شورا د ۲۰۱۱ کال په جون کې د ۱۹۸۸ بندیزونو لړۍ پيل کړه.
په اساس یې له طالبانو سره تړلي خلک، ډلې، شرکتونه او بنسټونه د شتمنیو له کنګلتیا، سفري بندیزونو او د وسلو له ممنوعیت سره مخ دي.
په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو بندیدل د دغو بندیزونو د ادامې یو اساسي دلیل یادیږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د امنیت شورا له پرېکړې هرکلی کړی دی.
هغه په خپله ایکس پاڼه کې ویلي دا اقدام ښکاروي چې نړۍ افغانستان نه دی هیر کړی او باید د ترهګرۍ ضد ژمنې عملي شي، د ښځو حقونه بېرته تامین شي.
د هغه په خبره ټولګډونه حکومت یو انتخاب نه دی بلکې د سولې یواځینۍ لار ده.
اخوا بیا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله ویلي چې د بندیزونو تمدید ناکامه تګلاره ده او باید په داسې پالیسیو بیا کتنه وشي څو د مثبت او رغنده تعامل لپاره لار هواره کړي.