د «اوچا» د وچکالۍ ترکیبي شاخص (سي ډي ای) د پنجشنبې په ورځ «د فبرورۍ په ۱۲مه» پر خپله وېب پاڼه په خپل دوه مخ ییز خپور کړي راپور کې زیاته کړې چې دایکندي، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، نیمروز، نورستان او ارزګان په ولایتونو په هغې ډله کې شامل دي چې د تیر ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې یې د واورې او بارانونو لوړه کچه ثبت کړې وه.
خو دې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان په پاتې برخو کې شرایط لا هم په لویه کچه بدل شوي نه دي او د "خبرداري" په کچه دي.
په راپور کې ویل شوي، هغه طبیعي یخچالونه چې پخوا د وروستیو وچکالیو له امله سخت اغیزمن شوي وې او ټیټې کچې ته راټیټ شوي وو، اوس په ځینو سیمو کې د پام وړ ښه والی ښیي.
«اوچا» زیاته کړې چې د ځایي اندازه ګیرۍ او فضايي پوښښ له مخې، د هیواد په ځینو برخو کې د واورې پوښښ د تیر کال د ورته مودې پرتله خورا ښه حالت کې دی.
د دې ادارې په ټکو، د واورې او بارانونو زیاتوالی ممکن د پسرلي موسم د غنمو په کښت او تر ټولو مهم، د نويو کرل شوي تخمونو په ځانګړې توګه په وچو یا للمو اقلیمي سیمو کې یې پر صحي ودې مثبته اغیزه ولري.
د افغانستان د ځینو ولایتونو له وچکالیو راوتلو سیمو اوسېدونکي په ځانګړي ډول بزګران دې ورښتونو ته خورا خوشحاله او تاییدوي چې فصلونه یې د ښه کېدو په حال کې دي چې ښه حاصلات به ترې ترلاسه کړي.
له دې ډلې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ یو بزګر فرید الله ازادي راډیو ته وویل:"د تېر کال په نسبت سږ کال وضعیت دېر ښه شوی، ځکه هم بارانونه وشول او هم واوره، واوره چې وشي، بیا ورو ورو له غرونو په دې خمکې اوبه راروانې وي، زه خپله پنځه جریبه شخصه ځمکه لرم او غنم مې په کې کرلي، نو چې اوبه او بارانونه وي دا فصل په کې دېر ښه کېږي، دې بارانونو او واورو سره غرونه، کاریزونه، خوړنه ډک شول، خوشبینه یو چې سږ کال حاصلات ښه وي او ستونزې به دومره نه وي."
خو راپور کې دا ټینګار هم شوی چې د هوا شرایط په بېلابېلو سیمو کې توپیر لري.
د ملګرو ملتونو د یادې ادارې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر پایه پورې، هغه سیمې چې د خبرداري په کچه کې پاتې دي شمالي، شمال ختیځ، ختیځ (له نورستان ولایت پرته)، سویل ختیځ، مرکزي لوړې ځمکې (له دایکندي ولایت پرته)، او د پلازمینې سیمې شاملې دي.
«اوچا» دا هم ویلي چې په لویدیځه سیمه کې، د بادغیس ولایت په ځینو برخو کې شرایط ښه شوي دي.
د نیمروز ولایت اقلیمي وضعیت که څه هم په راپور کې مخ پر ودې ښودلی شوی، خو ځینې بزګران یې وایي په ډېر کمه اندازه په کې یوازې بارانونه شوي او ټینګار کوي د وچکالۍ اغیزې پرې لا هم شته.
د دې ولایت د چهار برجک ولسوالۍ یو بزګر چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ «د فبرورۍ په ۱۳مه» ازادي راډیو ته وویل:"نیمروز چې صحرایي ولایت دی دا څو کاله خو واوره په کې هېڅ نه ده شوې او باران هم دا څI موده مخکې ډېر کم , چې یوازې ځمکه یې لږه لمده کړې، وچکالي په کې اوج ته رسېدلې، ځکه اوبه په کې نشته او ۹۹سلنه خصوصا زموږ ولسوالۍ کې د خلکو ژوند او اقتصاد په همدې کرنه چلېږي، دې ځای ته چې د هلمند ولایت نه اوبه راځي دا دی اوس چې د دلوې وروستۍ ورځې دي تر اوسه هېڅ اوبه نه دي راخوشې شوي، له دې ځای نه اکثریت خلکو د همدې وچکالۍ له امله نورو ولایتونو، سیمو یا ایران ته کډې کړي."
د چهاربرجک ولسوالۍ دا اوسېدونکی وایي چې ډېری هغو بزګرانو چې کر ته د ځمکو چمتو کولو او ځینو نورو کرنیزو چارو لپاره پر ټراکټورنو او نورو ماشینونو پیسې لګولې وې هم د حاصلاتو نه تر لاسه کولو له امله له زیانونه سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ادارو په مکرر ډول په هیواد کې د روانو وچکالیو د خطرناکو پایلو په اړه خبرداري ورکړي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون د اکثرو ولایتونو اوسېدونکو په ځانګړې توګه بزګرانو ازادي راډیو سره خبرو کې شکایتونه کړي چې وچکالیو سخت ځپلي او د اوبو له شدید کمښت سره مخ شوي ان دا چې په خبره یې په سیمو کې یې د څښاک اوبو لپاره ډېری څاګانې وچې او دوی یې په ژورولو لا هم له ننګونو سره مخ دي.
سږکال د ژمي موسم له یوې بشپړې میاشتې تېرېدو وروسته د افغانستان په مختلفو سیمو او ولایتونو واورې او بارانونه وشول چې ډېری خلک یې په ځانګړې توګه هغوی چې له کرنې خپل اقتصاد پر مخ وړي، د کال په پای کې ښو پایلو ته هیله من کړي دي.