د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د ده د خبرو مهمه برخه به له ایران سره د امریکا روان مذاکرات وي.
تمه ده چې ښاغلی نتنیاهو نن له ولسمشر ټرمپ سره وګوري. دا د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهمې دورې له پیله تراوسه واشنګټن ته د هغه شپږم سفر دی.
نتنیاهو د دې سفر په درشل کې پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې له ټرمپ سره د ده په خبرو کې به د غزې او سیمې مسایل شامل وي خو هغه زیاته کړه چې له ایران سره خبرې "طبعا تر هرڅه مهمې دي."
اسراییل د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په مسئله کې له متحدوایالتونو د کلک دریځ غوښتنه کوي.
تهران تردې دمه له واشنګټن سره په خبرو کې د اټومي پروګرام له اوسنۍ موضوع هاخوا د نورو مسایلو په اړه د خبرو احتمال رد کړی دی خو واشنګټن هم غواړي چې د ایران د بالستیک توغندیو او له سیمه ایزو وسله والو څخه د دې هېواد د ملاتړ مسئله د خبرو په اجنډا کې وي.
نتنیاهو او ټرمپ یوازې څو ورځې وروسته له هغه سره ګوري چې د ایران او امریکا استازو په عمان کې مذاکرات وکړل.