جاپان په افغانستان کې د پولیو پرضد د مبارزې له کمپاین سره مالي مرسته وکړه

عکس له آرشیف څخه

جاپان په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف ته ۶،۳ میلیون ډالره بسپنه ورکړه.

یونیسیف پرون سه شنبې (د سلواغې ۲۱مه) په یوه بیان کې وویل چې دا مرسته د هغه یو کلن پروګرام په چوکاټ کې شوې چې له مخې یې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۱۲ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي.

په افغانستان کې په روان میلادي کال کې د پولیو د کومې نوې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی خو په ۲۰۲۵ کال کې په دې هېواد کې لږترلږه ۹ تازه موارد ثبت شوي وو.

افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هېوادونه دي چې پولیو لاهم پکې شته.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ هغه ناروغي ده چې علاج نه لري او یوازې واکسین یې مخنیوی کولای شي.