پاکستان وايي چې د کرکټ ملي لوبډله به یې د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې له هند سره لوبه وکړي.
له دې مخکې پاکستان په دې سیالیو کې د هند له لوبډلې سره له لوبیدو ډډه کړې وه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لوبډله به د فبرورۍ په ۱۵ د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې د هند له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي. د پاکستان جیو نیوز او نورو رسنیو ویلي چې دا پرمختګ د سریلانکا د ولسمشر انورا کمارا دېسانایکا او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترمینځ له ټیلیفوني اړیکې وروسته شوی دی. د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سریلانکا ولسمشر له شریف څخه هیله کړې وه چې د پاکسان لوبډله دې په سریلانکا کې له هند سره لوبه وکړي.
پاکستان تر دې وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اووره نړيوال کرکټ جام کې له هند سره سیالي نه کوي.
د پاکستان حکومت هغه مهال د خپلې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه وو وړاندې کړی خو د پاکستان کرکټ بورډ مخکې ویلي ول چې د بنګلادېش په ملاتړ یې دا پرېکړه کړې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا بنګلادېش د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته له نړیوال جامه وایست چې په هند کې یې له لوبو کولو ډډه وکړه.