د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د هغه نوی راپور ځینې برخې ردکړې چې په هېواد کې یې د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړې دي. د دې وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبرد دې راپور موندنې «بې بنسټه» وبللې او له خلکو یې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو پر ارزونو باور ونه کړي. د هغه په خبره د یوناما په راپورکې معلومات ناسم او د خپل سرو نیونو، تاوتریخوالي او له ښځو او نارینه وو سره د ناوړه چلند تورونه ردوي.
هغه ویلي چې د وزارت ټول فعالیتونه یې د شریعت او نافذه قوانینو سره سم ترسره کېږي.
یوناما په خپل وروستي درې میاشتني راپورکې چې د تیرې یکشنبې په ورځ یې خپورکړی ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو په درې میاشتو کې لږ تر لږه ۵۲۰ کسان په خپل سري ډول نیولي او د ښځو او نارینه وو پر وړاندې یې د ناوړه چلند ۵۰ پېښې ثبت کړې دي.
یوناما په دغه راپورکې د څو ولایتونو کې یادونه کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو پکې ښځې عامه ځایونو ته له لاسرسي منع کړې دي.