افغانستان ته د پاکستاني درملو په وارداتو بشپړ بندیز له نن نافذ شوی

د کابل د یوه درملتون انځور

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې سر له نن دوشنبې د دلوې له ۲۰ مې د پاکستاني درملو واردات د افغانستان د ټولو ګمرکونو له لارې منع دي. د دې وزارت ویاند  عبدالقېوم نصیر په یو ویډیو بیان کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو تلویزیون خپور کړی له افغان سوداګرو غوښتي چې د پاکستاني درملو پر ځای له بدیلو لارو او په قانوني ډول درمل وارد کړي. په همدې حال کې، یو شمېر خلک او د درملتونونو خاوندان وایي چې په بازارونو کې د درملو بیې لوړې شوې دي.

د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکې وايي چې د درملو بیې لوړې شوي او د باکیفیته درملو پیدا کول ګران دي او دوی له طالبانو غواړي چې د درملو بیو ته جدي پام وکړي.

د کابل ښار یو اوسېدونکي د نوم د خپرېدو په شرط دوشنبه د دلوې۲۰ مه ازادي راډيو ته وویل:

«اوس مهال د کابل په بازارونو کې با کیفیته درمل ډېر کم پیدا کیږي، که پیدا هم شي بیې یې ډېرې لوړي دي، په بازار کې شته درمل تر ډېره بې کیفیته دي، په دې برخه کې ډېرې ستونزې شته، که څه هم پاکستاني درمل ډېر باکیفیته نه وو خو لږ ترلږه ارزانه وو.»
د کابل یو اوسیدونکی

له بلې خوا، په کابل کې د ځینو درملتونونو خاوندان وایي چې لا هم د پاکستاني درملو د پام وړ اندازه د شرکتونو په ګدامونو کې شته، خو بیې یې څو برابره لوړې شوې دي.

د یو درملتون مسول چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څلور میاشتو راهیسي له مالي زیان سره مخ دی.

نوموړي وویل ډیر شمېر خلک هغه درمل غواړي چې مخکې یې څو ځل کارولي وي خو کله یې چې له لوړو بیو خبریږي فکر کوي چې دا لوړوالی د درملتونونو کار دی.

«په تېرو درې ـ څلورو میاشتو کې نه یوازې دا چې ګټه مو نه ده کړې، بلکې تاوان مو هم کړی دی، کوم درمل چې موږ پلورلي بیرته مو په دوه چنده بیه اخیستي دي، نو موږ اوس ډېر کم درمل اخلو هغه هم د خلکو لپاره ځکه ځینې خلک هماغه پخواني درمل غواړي که څه هم په لوړه بیه وي خو دوی د پخوانیو درملو په نوم پسې ګرځي.»

دی وايي اوس مهال د افغانستان د اړتیا وړ ډېری درمل له ایران، هند، چین، ترکیې، بنګله‌دېش، جرمني، سویلي کوریا او د کورنیو تولیداتو له لارې برابریږي، او یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه د پاکستاني درملو کمښت په بازار کې لیدل کېږي، چې ډېری یې د هندي درملو له لارې جبران شوی دی؛ خو د خلکو کمزوری اقتصاد د ګران بیه درملو د پېرلو توان محدود کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوشنبه د سلواغې یا دلوې له شلمې وروسته د افغانستان ته د پاکستاني درملو واردات د ټولو ګمرکونو له لارې بند دي.

د دې وزارت ویاند عبدالقېوم نصیر په یو ویډیو بیان کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو تلویزیون خپور کړی ویلي له قاچاقي لارو څخه د درملو د وارداتو مخه نیول کیږي او له عاملینو سره به یې قانوني چلند وشي او هغه توکي چې په قاچاقي ډول له پاکستانه وارد شول د محکمې په حکم به وسوځول شي.


نوموړي له له افغان سوداګرو غوښتي چې د پاکستاني درملو پر ځای له بدیلو لارو او په قانوني ډول درمل وارد کړي.

په ورته وخت کې په کابل کې د یو روغتیايي مرکز مسول حسیب‌الله، هم وایي چې په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې د افغانستان بازارونو ته هندي، بنګله دیشي، ازبیکستاني، ایراني او ترکیې درمل رارسېدلي خو په خبره یې لږ شمېر پاکستاني درمل لا هم شته چې بیې یې لوړې شوي دي.نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې پخوا یې د خپل روغتیايي مرکز شاوخوا ۷۰ سلنه اړتیاوې له پاکستاني درملو پوره کولې، خو اوس یې ځای د افغانستان خپل تولید او دغه راز هندي او ایراني درملو نیولی دی.

«اوس مهال موږ تر ډېره هندي، ایراني او کورني درمل کاروو، هغه درمل چې پخوا به له پاکستانه راتلل، موږ یې کورني بدیلونه موندلي او کاروو، يې لکه د ټوخي شربتونه، انتي اسید شربتونه او ملټي ویټامینونه. دا درمل ښه کیفیت لري.»

په همدې حال کې افغانستان ته د درملو د واردولو د یوې کمپنۍ مشر ډاکتر وحیدشاه احمدي ازادي راډيو ته وویل چې ډېر افغان سوداګر اوس مهال له هند، تاجکستان، ازبکستان او روسیې څخه درمل واردوي.

نوموړي وویل دوی هڅه کوي چې بدېلې لارې لا زیاتې کړي څو په افغانستان کې د درملو له کمښت څخه مخنیوی وشي.

«موږ هڅه کوو چې د اروپا او منځنۍ اسیا په ګډون بدیلې لارې ومومو څو با کیفیته درمل وارد کړو، څومره چې موږ فکر کاوه د پاکستاني درملو بندېدل به پر افغانستان اغېز ولري، هغومره اغېزناک نه و،خوشبختانه، زموږ فعال سوداګر وتوانېدل چې دا تشه ژر ډکه کړي.»

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روان کال په عقرب میاشت کې په کابل کې له سوداګرو او پانګه والو سره د یوې غونډې پر مهال امر وکړو چې په دریو میاشتو کې دې له پاکستانه د درملو په واردولو بندیز ولګول شي.

دا پرېکړه د تېرکال د اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر نښتو او د لارو له بندیدو وروسته وشوه.

د افغانستان د درمل پلورونکو د ټولنې مشر یعقوب منګل له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو چې تر دې پرېکړې مخکې د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه درمل له پاکستانه پوره کېدل.