یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر تر ډسمبره پورې د پاکستان په حملو کې ۷۰ تنه افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ژوبل دي.
دا له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د پاکستان پوځ ته د منسوبو بریدونو په نتیجه کې د افغانانو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) په خپل راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي دا مرګژوبله پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو د بمباريو او د طالبانو له حکومتي ځواکونو سره د نښتو په مهال رامنځته شوې ده.
برمل کې د پاکستان د بریدونو یو انځور
يوناما په پکتيکا، کابل او خوست کې د پاکستاني الوتکو د حملو او په تورخم او چمن کې د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمنځ د جنګونو یادونه کړې ده.
يوناما ټينګار کړی چې افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې باید په شخړو کې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د پاکستان حکومت بیا ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱۱۵ پاکستاني په هغو بریدونو کې مړه او ټپیان شوي چې د دوی په وينا له افغان خاورې پلان شوي وو. په هغوی کې د وژل شويو شمېر ۳۸۷ او د ټپيانو شمېر ۷۲۸ ښوول شوی دی.