نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او باران د وریدو اټکل

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون یکشنبې پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکړی چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته.

د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای ته رسېدو ته هیله من کړي خو دې ورښتونو په عین حال خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.