د هېواد د هواپېژندنې ادارې سبا دوشنبې (د سلواغې ۲۰مه) له ۷ ولایتونو پرته د هېواد په نورو ټولو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکوي چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته.
د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای ته رسېدو ته هیله من کړي خو دې اوریاوو په عین حال خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.