نتنیاهو له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د خبرو لپاره واشنګټن ته روان دی

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو (آرشیف)

ټاکل شوې چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو به د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د خبرو لپاره د چارشنبې په ورځ واشنګټن ته ولاړ شي.

د اسراییل د صدراعظم دفتر د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې نتنیاهو به له ایران سره د امریکا د خبرو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا او ایران استازو د تېرې جمعې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې مذاکرات وکړل.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې دا مذاکرات ډېر ښه وو، او دوام به وکړي. ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران د توافق په لټه کې دی خو هغه په عین حال کې ګواښ وکړ چې که توافق ونه کړي نو ناوړه عواقب به ولري.

د عمان له مذاکراتو یوه ورځ وروسته د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقجي له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې له امریکا سره د مذاکراتو د دوام پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ خبرداری ورکړ چې د واشنګټن د برید په صورت کې به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه شي.