د یوناما نوی درې میاشتنی راپور: د پخواني پوځ لږترلږه ۱۴ سرتېري وژل شوي دي

عکس له آرشیف څخه

په افغانستان کې د م. م مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي چې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر او نوامبر میاشتو ترمنځ د پرځېدلي جمهوري نظام لږترلږه ۱۴ سرتېري په دې هېواد کې وژل شوي دي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې نن (د سلواغې ۱۹مه) خپور شو ویلي دي چې په همدې موده کې یې د پخوانیو پوځیانو د خپلسرو نیونو لږترلږه ۲۸ او له هغوی سره د ناوړه چلند یا شکنجې ۷ موارد ثبت کړي دي.

د یوناما د راپور له مخې دا کسان تازه له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو. راپور همداراز زیاتوي چې د ډسمبر په ۹مه د پروان ولایت په دوبندي او سنګي خېلو سیمو کې له پخواني دولت سره تړلي دوه کسان هم په جلا پېښو کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د تېر پرځېدلي نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو یوشمېر غړي د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.

د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې د دې ډلې له خوا د پخوانيو پوځیانو د وژنو، نیونو او شکنجو اړوندې ادعاوې رد کړي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي طالبان د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني دولت د چارواکو او پرسونل غچ اخیستونکو وژنو او جبري لادرکه کولو ته دوام ورکوي.