د پاکستان دوو نژدې متحدانو امریکا او چین او نورو هېوادونو د اسلام آباد برید وغانده

اسلام آباد ته نژدې د خدیجه الکبرا د جومات مخه له چاودنې وروسته

د پاکستان له دوو مهمو متحدانو امریکا او چین نیولې د طالبانو تر حکومت او روسیې پورې ګڼو هېوادو پر ایکس او نورو ټولنیزو شبکو د بیانونو په خپرولو سره د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د شیعه ګانو پر جومات مرګونی برید په کلکه غندلی دی.

د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته نژدې په ترلایي سیمه کې د خدیجه الکبرا په نوم د شیعه ګانو پر جومات پرون خونړی برید وشو.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت پر خپله ایکس پاڼه یوه بیان کې ویلي "متحد ایالات دا حمله چې بېګناه لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله په کلکه غندي." د امریکا د سفارت شارژ دافیرې ناتالي اې بېکر ویلي چې "پر ملکي وګړو او عبادت ځایونو د ترهګرۍ عمل د منلو وړ نه دی."

مېرمن بېکر ویلي چې "امریکا به سولې او امنیت ته د رسېدو په لاره کې د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړي او له دې هېواد سره د ثبات په هدف شراکت ته ژمنه ده."

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت او همداراز په اسلام آباد کې د طالبانو تر ادارې لاندې سفارت پر ایکس شبکې په جلا بیانونو کې دا برید غندلی او ویلي یې دي چې "دوی دا ډول حملې چې د سپېڅلو شعایرو او جوماتونو حرمت ننګوي او عبادت کوونکي او ملکیان په نښه کوي د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي او په کلکو ټکو یې غندي."

ایران چې ځان د شیعه اسلام مخکښ هېواد بولي هم دا برید په کلکه غندلی او د بهرنیوچارو وزارت یې په یوه بیان کې د دې وزارت د ویاند اسماعیل بقايي له قوله لیکلي چې وايي "د تروریزم او افراطیت د ټولو بڼو او نښو پرضد قاطع مبارزه د سیمې د ټولو هېوادو همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري." بقايي د دې اعمالو د ترسره کوونکو، تنظیموونکو، ملاتړو او مالي مرستندویانو پرضد د دوامداره مبارزې غوښتنه هم کړې ده.

پاکستان پر متحدوایالتونو سربېره له چین سره هم نژدې اړیکي پالي او له اوږدو کلونو راهیسې یې د پېکېنګ او واشنګټن ترمنځ اړیکو کې انډول ساتلی دی.

په اسلام آباد کې د چین سفارت هم پر ایکس شبکې په یوه بیان کې ویلي دي چې "د خدیجه الکبرا پر جومات د برید له کبله د پېښې له قربانیانو او کورنیو سره یې د زړه له تله خواخوږي لري." په بیان کې یادونه شوې چې چین په دې سخت حالت کې د خپلو پاکستاني وروڼو او خویندو ترڅنګ ولاړ دی.

په پاکستان کې د روسیې سفارت هم پر ایکس شبکې د یوه بیان په خپرولو سره دا حمله په کلکه غندلې ده او د چاودنې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې.

همداراز اروپايي ټولنې دا برید په کلکه غندلی، ویلي یې دي چې د دې چاودنې د خبر په اورېدو یې ژور ټکان خوړلی. په پاکستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په خپل بیان کې ویلي دي چې د ترهګرۍ او تشدد هرراز افراطي اقدامات غندي.

په عین حال کې د اروپايي ټولنې غړو لکه چک جمهوریت، هالنډ، همداراز کاناډا او نورو هېوادونو هم د اسلام آباد برید غندلی دی.

پرونی برید په اسلام آباد کې په تېرو نژدې دوو لسیزو کې ترټولو خونړی برید بلل شوی چې له دوو سوو ډېر کسان یې مړه او ټپیان کړل. پولیسو ویلی دا وېره شته چې د تلفاتو شمېر لوړ شي.

د آزادۍ راډیو د مشال څانګې خبریال راشدخټک د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکوي چې وايي، د برید اصلي مرګ ژوبله ښايي ډېره وي.

خټک وايي”د اسلام آباد اطراف ویلای شئ. داسې کلی غوندې دی ترلایي نومېږي د خدیجه الکبرا امام بارګاه ده. چاودنه په دې ځای کې د جمعې د لمانځه په وخت کې شوې ده. چې کله خلک د جمعې په لمانځه بوخت وو، په دوهم رکعت کې وو، چاودنه وشوه. ما چې له ځايي خلکو سره چې په سیمه کې اوسېږي، خبرې وکړې نو یوه کس چې هغه هم شیعه دی او امام بارګاه ته ډېر نژدې اوسي، راته وویل چې زموږ د کور غولی چې دی له مړو ډک دی او دا په شمار کې نه دي راغلي.”

په اسلام آباد کې د شیعه ګانو پر جومات پرونی برید له دې پلوه هم اهمیت لري چې په دې هېواد کې له یوې اوږدې مودې وروسته په دې کچه لوی برید کېږي.

په اسلام آباد کې تېرځل خونړۍ برید د ۲۰۰۸ کال په سپټمبر کې په ماریوټ هوټل کې شوی و، چې شپېته کسان یې ووژل او د هوټل یوه برخه یې ویجاړه کړه.