نن د کرکټ د شل اووریزو لوبو نړیوال جام چې افغانستان هم پکې دی پیلېږي. د سږني نړیوال جام سیالۍ په هند او سریلانکا کې ترسره کېږي.
دا لړۍ په دریو لوبو پیلېږي؛ د کابل په وخت د ورځې په لسو بجو په کولمبو کې د پاکستان او هالنډ، د ماسپښین په یوه بجه په کلکته کې د سکاټلنډ او ویست انډیز او د مازیګر په ۶ بجو په مومبی کې د هند او امریکا لوبډلې لوبې سره کوي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به سبا یکشنبې د کابل د ورځې په ۱۰ بجو له نیوزیلنډ سره د هند په چینای ښار کې وي.
په سږني جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د فبروري له اوومې څخه د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی.