د ایران د تېلو د صادراتو د محدودولو لپاره پر ایران د متحدوایالتونو نوي بندیزونه

په خلیج کې د ایران تېل وړونکې بېړۍ

متحدوایالتونو د ایران د تېلو پر صادراتو تازه بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت پرون جمعه یوازې یو ساعت وروسته له دې چې په عمان کې د امریکايي او ایراني مرکچیانو خبرې پای ته ورسېدې، د ایران د تېلو د صادراتو د محدودولو او ورسره د ایران د ۱۴ کشتیو د هدف ګرځولو لپاره د ا تازه بندیزونه اعلان کړل.

د بهرنیوچارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ وویل، ایران د تېلو د صادراتو له عوایدو څخه په ټوله نړۍ کې د بې ثباته کوونکو فعالیتونو او په کور دننه د خلکو د ځپلو په هدف کار اخلي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت وویل د ایران د هغو ۱۴ کشتیو هرراز فعالیت به ودرول شي چې د دې وزارت په وینا کار یې د ایران د تېلو انتقال دی او د اسلامي جمهوریت د پټو کشتیو یوه برخه ده.

دا کشتۍ د ترکیې، هند او متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندې فعالیت کوي او د دې هېوادونو په نوم ثبت دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په بندیزونو کې د ایران ۲ چارواکي او د حکومت ۱۵ اړوند بنسټونه هم شامل دي.