اروپايي ټولنه خپل هېواد ته د هغو افغانانو د ایستلو پلان عملی کوي چې نه دي منل شوي

د بوسنیا یو کلی- افغان پناه غوښتونکي اروپا ته د تلو پر لاره

اروپايي ټولنه وايي، د هغو افغان وګړو د ایستلو پلان عملي کوي چې د ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې حق یې نه دی ترلاسه کړی.

د اروپايي ټولنې ویاند مارکوس لامرت اوس اوس ویلي دي چې د دې ټولنې چارواکي افغانستان ته دوه تخنیکي سفرونه وکړل څو خپل هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي ستنولو د تنظیم چارې وڅېړي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دې اعلان د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لوبې کمیشنرۍ UNHCR اندېښڼې پارولې دي. د UNHCR ویاند عرفات جمال ویلي، دا د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده ځکه داسې ښکاري چې دا پالیسي د واقعي پوهې نه بلکې د غبرګون او احساساتو پربنسټ ولاړه ده

د احصاییو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې په اروپا کې د سیاسي پناه په غوښتونکو کې د افغانانو شمېر تر ټولو ډېر و، او له افغانانو وروسته د وینزویلا او سوریې کډوال وو.