بریښنا شرکت وايي د ازبکستان د وارداتي بریښنا پرې شوي مزي یې بېرته وصل کړي دي

د کابل د بریښنا شرکت کارکوونکي د بریښنا د مزو د جوړولو په حال کې

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې له ازبکستان څخه د وارداتي بریښنا مزي یوځل بیا وصل شوي دي.

بریښنا شرکت چې طالبان یې اداره کوي پرون وویل د ازبکستان د وارداتي بریښنا بهیر چې د پنجشنبې په ورځ د سخت توپان له کبله د تخنیکي ستونزو په نتیجه کې پرې شوی و، پرون جمعه له غرمې وروسته بېرته وصل شو.

د ازبکستان د ۲۲۰ ولټه وارداتي بریښنا مزی چې ۱۳ ولایتونو ته بریښنا ورکوي، د تاشقرغان د تنګي په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوی و.

د ازبکستان له وارداتي بریښنا څخه تر ډېره د سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګو او غزني ولایتونو اوسېدونکي کار اخلي.

افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برخه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي چې جریان یې کله ناکله د تخنیکي ستونزو له کبله یا په افغانستان او یا په ګاونډیو هېوادونو کې دننه په موقت ډول پرې کېږي.