د امریکا او ایران خبرې؛ مسقط یې کوربه دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر مسقط کې

عراقچي او ویټکاف د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په جلا توګه کتلي.

د جمعې په ورځ د ایران او امریکا د خبرو اترو له پیل مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل عماني سیال، بدر بوسعیدي سره لیدلي.

د امریکا ځانګړي استازي د سټیو ویټیکاف هم وروسته له ښاغلي بوسعیدي سره لیدلي.

ایراني خبري اژانسونو د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ غونډه په مسقط کې د اټومي خبرو اترو لومړۍ مرحله وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې اصلي خبرې اترې لا نه دي پیل شوي.

په ورته وخت کې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د مرکزي قوماندې، CENTCOM قوماندان، برډ کوپر هم په خبرو اترو کې د ګډون لپاره چمتو دی.

دا خبر لا تر اوسه په امریکا یا ایران کې د کوم چارواکي لخوا تایید شوی نه دی.

د ډیپلوماتیکو خبرو اترو د اصولو له مخې، د دفاع او پوځي چارواکو او پوځي قوماندانانو لپاره دا دود نه دی چې په داسې خبرو اترو کې برخه واخلي، مګر د وال سټریټ ژورنال په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې هم داسې اقدامات کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په سهار په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې عباس عراقچي "د اټومي خبرو اترو او بندیزونو لرې کولو لپاره مسقط ته سفر کړی دی."

دا ټینګار مهم دی ځکه چې د ټرمپ ادارې ټینګار کړی چې تهران باید د یورانیمو غني کول ودروي، خپل د توغندیو پروګرام محدود کړي، او د خپلو نیابتي ډلو ملاتړ ودروي.

دغه وزارت دا هم لیکلي چې عراقچي "د عمان د سلطنت د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي سره د ایران او امریکا د خبرو د پرمختګ په اړه نظرونه تبادله کړل."