د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د چهارشنبې په ورځ «د دلوې په ۱۵مه» د دې ادارې پر ایکس پاڼه په خپاره شوي ویډیویي پیغام کې ویلي چې په تیر یوه کال کې د دې ادارې له خوا د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنې ۱۹۳ پیښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ هم وايي، چې د دوی ماشومان د ماینونو او ناچاودو توکو په چاودنو کې وژل شوي دي.
د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ یوه اوسیدونکي آزادۍ راډیو ته وویل چې یو اته کلن خوریی یې د ناچاوده چاودو توکو په چاودنه کې وژل شوی دی.
هغه، چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي وویل "دا پیښه هغه وخت وشوه چې د اوسپنو یو سوداګر زموږ سیمې ته راغی. زما خوریی او څو نور ماشومان ترې شااوخوا راټول شوي وو. زه چې ورغلم ماین الوتی و، د خوریي مې یو لاس له منځه تللی و او مخ یې ژوبل شوی و او روغتون ته له رسېدو مخکې یې ساه ورکړه."
په دې اړه نور: ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو په پراخو ساحو کې ماینونه او ناچاودي مهمات شتهد کندز ولایت یوه اوسېدونکي امان الله هم وویل چې د دوی په خپلوانو کې یو ماشوم د څارویو د څرولو پرمهال د ناچاوده توکو د لمسولو له امله ووژل شو.
په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د پېښو ډېری قربانیان هغه ماشومان دي چې په ناپوهۍ کې لوبې ورسره کوي.
نوموړی وايي"دا هلک تقریباً ۱۰ کلن و او زموږ له نږدې خپلوانو و، چې له پنځو، شپږو نورو ماشومانو سره د غواګانو څرولو او د لوبو لپاره تللي و. دوی یوه ناچاودې مرمۍ پیدا کړې وه او کله چې یې غوښتل پرې لوبې وکړي چاودلې وه او ټول شهیدان شول."
په افغانستان کې ماشومان ډیر ځله د دې پټ دښمن قرباني شوي دي.
د طالبانو د حکومت پیښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې په دې وروستیو کې په تیر یو کال کې په افغانستان کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله د تلفاتو شمېرې اعلان کړې، ویلي چې سږ کال نږدې ۷۰ سلنه قربانیان ماشومان وو.
د دې ادارې ویاند په افغانستان کې د دې چاودنو د تلفاتو په اړه وايي"له طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې د ماین پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ریاست ډیټابیس ۱۹۳ پیښې ثبت کړې دي، چې ۸۷ کسان پکې مړه او ۳۳۳ ټپیان شوي دي، په دې ډله کې ۶۷.۵ سلنه ماشومان دي."
ښاغلي حماد ویلي چې دې ادارې د همکارو ادارو سره په همغږۍ تیر کال په ماینونو او ناچاودو توکو ککړې ۵۸ مربع کیلومتره سیمې پاکې کړي او ۲۴۷۲۰ ډوله ماینونه او ناچاودي مهمات یې کشف او شنډ کړي دي.
خو نوموړي ټینګار کړی چې لا هم په دې هیواد کې څه باندې ۱۰۶ زره مربع کیلومتره سیمې په ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړې پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم د سې شنبې په ورځ « دلوې په ۱۴مه» پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه بیان کې اعلان وکړ چې افغانستان د ماینونو او ناچاودو توکو له امله د لوړې کچې تلفاتو درلودونکو هیوادونو په منځ کې دریم ځای لري.
په دې اړه نور: د ماین د ګواښونو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ؛ ناچادوي توکې لا هم هره ورځ د افغانان ژوند اخليد دې ادارې په ټکو، په افغانستان کې د نړۍ په کچه د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو قربانیان په عمده توګه ماشومان دي، چې د تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي.
یوناما زیاتوي چې ماشومان ډیری وخت له ناچاودو توکو سره د تماس په پایله کې د لوبو پرمهال مړه یا ټپیان کیږي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان«سیف دې چلډرن» د روان کال په لړم میاشت کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله د افغانانو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
موږ باید ماینونو او ناچاودو مهماتو ته نژدې نه شو، لاس پرې ونه وهو او که یې وینو نو باید د ماین پاکۍ ډلو ته خبر ورکړو.
«سیف دې چلډرن» وړاندې (د ۲۰۲۰ څخه د ۲۰۲۵ کال پورې پر ماشومانو د چاودېدونکو وسلو د ناوړه اغیزو) په نوم یو راپور کې چې د نومبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د ریلیف په ویب پاڼه خپور شو، وویل چې افغانستان د نړۍ یو له هغو په وسلو ککړو هیوادونو څخه دی، چې هره میاشت له ۵۰ څخه ډیر خلک چې ډیری یې ماشومان دي، د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل کېږي یا هم ټپیان کیږي.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ متخصصین، ماینونه د انسانیت دښمن بولي او ټینګار کوي چې په سیمه کې د ماینونو او ناچاودو توکو د لیدو پر مهال باید څو مهم ټکي په پام کې ونیول شي.
د دې کارپوهانو له ډلې حبیب الله فدا ازادي راډیو ته وویل"د ماینونو او ناچاودو مهماتو په اړه باید درې مهم ټکي په پام کې ونیول شي، لومړی، کله چې ماین وینو نو باید لاس پرې ونه وهو دوهم، باید ماین ته نژدې نه شو ؛ او دریم کله چې ماین یا ناچاوده مهمات وینو، باید د ماین پاکۍ څانګې بیړني شمېرې ته زنګ ووهو ترڅو موږ وکولای شو خپل او د خپلو هیوادوالو ژوند وژغورو."
د څلورو لسیزو جګړو په اوږدو کې، د افغانستان په ډیری سیمو کې د بېلابیلو ډلو له خوا ماینونه ایښودل شوي دي.
طالبان چې پخوا د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظام سره په جګړه کې له ښکېلو ډلو څخه وو، په دې هیواد کې د ماینونو په ایښودلو هم تورن دي.
په افغانستان کې د (ام ډي سي) په نوم د ماین پاکۍ د مرکز مشر شهاب حکیمي د روان کال په غبرګولي یا جوزا میاشت کې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د ماینونو د تلفاتو شمیر هره میاشت شاوخوا ۶۰ تنه دي او په د دې هیواد شاوخوا ۸ ملیون وګړي د ماینونو او ناچاودو توکو له خطر سره مخ دي.