لډو چې ځني کسان ورته "چکه" هم وايي، افغانستان کې هم اوس ډیره دود شوې ده.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی سمیع الله وايي، دی او ملګري یې ډیر وخت د دوی په کورونو او هم رستورانتونو کې سره راټولېږي او لډو کوي.
نوموړی وايي"مونږ ملګري کله د چا په کور کې راټول شو، کله په یو رستورانت کې بیا لډو کوو، ژمی دی، ساړه دي، کله واوره او باران وي، نو لډو ښه بوختیا ده، په یو ګرم ځای کې ناست او خپل ساعت تیروو."
د بېلابېلو سیمو خلک وايي، په ژمي کې دا لوبه ډیره کېږي، ځکه د بلې تفریح او نورو لوبو امکانات نه لري.
د کابل اوسېدونکې لس کلنه ماشومه مریم هم وايي، ډیر ځله په کورنۍ کې د خپل پلار، مور او ورور سره په ګډه لډو کوي.
مریم وايي"لډو یوه ډیره ښه او په زړه پورې لوبه ده، په ځانګړي ډول په ژمي کې، هوا سړه ده بهر نه شم وتلی، نو ځکه لډو کوو، له مور، پلار او ورور سره د لډو لوبه کوم."
لډو یوه تخته ییزه لوبه ده چې معمولاً له دوو څخه تر څلورو کسانو باندې کېږي. دا لوبه د تاس پر بنسټ روانه وي، هر لوبغاړی په کې څلور رنګه، څلور داني لري، چې تر ډیره شین، زرغون، سور او ژیړ رنګونه په کې دي، هر څوک هڅه کوي چې خپلې څلور سره دانې تر بل مخکې ټاکلي محل ته چې د لډو تختې مرکزي برخه کې موقعیت لري ورسوي، دا محل ځینې کسان د پاچاهۍ ماڼۍ هم بولي.
که شپږ راوړې دانه له کور څخه وباسې، هر وار تاس غورڅول کېږي او دانه همغومره خانې مخته ځي. که د یو چا دانه د بل لوبغاړي په دانه راشي، هغه باید بېرته خپله دانه کورته ستنه کړي.
په دې اړه نور: په افغان ځوانانو کې پاراګلایډینګ لوبو ته لېوالتیاخو ځني خوندي خانې هم شته چې هلته دانه له وهلو خوندي وي.
لډو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په جلا نومونو سره یادېږي او لوبه یې هم په هرځای کې بېلابېل ډولونه لري.
د کابل د ارزان قیمت سیمې اوسېدونکی میوند راته وايي چې لډو لوبه کې کومه مسایل مهم دي:
" لډو کې مهم څه دا دي چې دانه له کوره راوباسې، سرحد نیول دي مخالف کس یا ګروپ ته او دانه رسول دي پاچاهي ته، لډو یو احساساتي لوبه ده. "
لډو لوبه د ( پچیسي ) لوبې څخه اخیستل شوې، چې په لرغوني هند کې د خلکو تر منځ ډیره رواج وه.
دا لوبه په ۱۸۹۶ میلادي کال کې په انګلستان کې د" LUDO" په نوم ثبت شوې ده.
خو لډو په بېلابیلو هیوادونو کې په مختلفو نومونو یادېږي.
په هره سیمه کې یې د لوبې کولو طریقه هم متفاوته ده.
د لډو تخته کاغذي وي خو د ټوکر هم پیدا کېږي، چې په افغانستان کې یې قیمت ډول او اندازې ته په کتو له لسګونه افغانیو نیولې تر سلګونو پورې رسېږي.
خو دا لوبه نن سبا په برېښنايي ډول په ځیرک مابلیونو او تابلیتونو کې هم خلک کوي، په ځانکړي ډول د سفر پر مهال چې د تختې او دانو ایښودلو زمینه نه وي برابره.