سپینه ماڼۍ وايي چې د ایران بې پیلوټه الوتکه یې په عربي سمندرګي کې نسکوره کړې ده

د ابراهام لینکن په نوم د امریکا د پوځ الوتکه لېږدوونکې کشتۍ

سپینې ماڼۍ تایید کړې چې پوځ د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه د امریکا یوې جنګي کشتۍ ته نژدې نسکوره کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند کارولین لېویټ پرون له فاکس نیوز سره په خبرو کې په دې اړه د رویټرز خبري آژانس راپور تایید کړ او ویې ویل چې متحدوایالتونو د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.

مېرمن لیویټ زیاته کړه چې د روانې اونۍ په پای کې له ایران سره ټاکلي مذاکرات به پرمخ ولاړ شي.

د امریکا پوځ پرون سه شنبې په ورځ د هغې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ چې د امریکايي پوځي چارواکو په وینا د یو-اس ابراهام لینکن الوتکې لېږدوونکې جنګي بېړۍ خوا ته په تهاجمي ډول ورنژدې شوه وه.

د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه ویلي دي چې دا بېړۍ د ایران له سواحلو څخه شاوخوا ۵۰۰ مایله لیرې په عربي سمندرګي کې د تېرېدو په حال کې وه چې د ایران ۱۳۹ شاهد ډوله بې پیلوټه الوتکه ورنژدې شوه.

د امریکايي چارواکو په وینا د امریکا یوې اف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکې د خپل ځان، جنګي بېړۍ او پوځيانو د خوندي کولو لپاره دا ډرون له منځه یووړ.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې په دې پېښه کې د دوی ځواکونو او تجهیزاتو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.