د شمالي وزیرستان د دوسلي او میرلي اوسېدونکو مشال راډیو ته ويلي دي چې هلته په دوو جلا جلا ډرون بریدونو کې دوه ولسي کسان وژل شوي دي.
د دوسلي او میرلي اوسېدونکو نعمان، نورمحمد، عادل، بخت نور او نورو مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر دويمه په دوسلي کې د نظر ګل په نوم يو دوکاندار له کوره خپلې هټۍ ته روان وو چې په لاره کې ډرون برید ورباندې وشو او پر همهغه ځای ووژل شو.
هغوی زياته کړه چې بلخوا د میرلي په زیرکي سيمه کې هم د فبرورۍ پر دويمه د کلام نور په نوم پر يو ځايي کس ډرون برید وشو، چې په نتيجه کې يې هغه ووژل شو.
په سیمه کې تر دې وړاندې هم خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په حکومتي ډرون بریدونو او هاوان مرميو (مارټر ګوليو) کې ولسي کسان په نخښه کېږي. خو بل پلو، انتظامیه او امنیتي ځواکونه وايي چې د سیمې د امنیت ټینګولو لپاره د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال ځیني خلک په نخښه کېږي.
په شمالي وزیرستان او بنو کې د جنورۍ پر ۲۸مه او ۲۹مه د امنيتي ځواکونو او وسلوالو د جګړې پر مهال اته ولسي وګړي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي ول.
تر دې وړاندې، د شمالي وزیرستان د میرلي اوسېدونکو د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته ویلي ول چې د جنورۍ پر ۲۱مه په موسکي کلي کې په ډرون برید کې اووه کسان ژوبل شوي ول.
دې پېښو ته په کتو د جنورۍ پر ۲۸مه په شمالي وزيرستان کې د اتمانزيو جرګې له پوځ او وسلوالو سره پرېکون اعلان کړ.
د اتمانزيو جرګې په شمالي وزیرستان کې د بدامنۍ او د پوځ او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د ولسي خلکو د نخښه کېدو خلاف تر دې وړاندې هم په وار وار مظاهرې او پرلتونه کړي دي.
شمالي وزيرستان کې هدفي بريد
د شمالي وزيرستان چارواکي وايي چې د فبرورۍ پر درېیمه د هغې ضلعې په میرلي تحصيل کې د پولیسو یو سرتېری په هدفي برید کې وژل شوی دی.
په میرامشا کې د پولیسو د کنټرول خونې مشال راډيو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې وسلوالو نن سهار د ميرلي په خدي سيمه کې د پولیسو یو سرتېری جهانزېب خان په ډزو وويشت او پر همهغه ځای يې وواژه.
د بريد مسوليت لا چا نه دی منلی.
په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال د راټولو کړو شمېرو له مخې، دا په روان ۲۰۲۶ز کال کې په شمالي وزيرستان کې پینځم هدفي برید دی.
په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي. په دغو بريدونو کې د زياترو ذمه واري چا نه ده منلې.
د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا د يوشمېر نورو سیمو اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي.
بل پلو د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د "ترهګرۍ پرضد له مبارزې" نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکوي.
پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعاوې کوي.