پاکستان له هند سره د فبروري په ۱۵مه لوبه نه کوي؛ د کرکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړی

د هند او پاکستان ملي لوبغاړي یوې پخوانۍ لوبه کې

د کرکټ نړیوالې شورا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې په راتلونکي نړیوال جام کې له هند سره نه لوبېدل به ژورې پایلې ولري.

دا وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت پرون په یوه بیان کې ویلي د پاکستان ټیم ته اجازه ورکوي چې نړیوال جام کې ګډون وکړي خو د فبروري په ۱۵مه به د هند په وړاندې د لوبې لپاره ډګر ته نه ځي.

د کرکټ نړیوالې شورا د پاکستان دا پرېکړه د سپورټ له روحیې او سپیڅلتیا سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د نړۍ ګوټ ګوټ او پاکستان کې دننه د میلیونونو خلکو په خیر به نه وي.

دې شورا ویلي یې لا یې د پاکستان له کرکټ بورډه په دې تړاو رسمي مکتوب نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان کرکټ بورډ لا د خپلې پرېکړې دلایل هم نه دي وړاندې کړي سره له دې چې د پاکستان د ټیم ټولې ګروپي لوبې په سریلانکا کې پلان شوي.

تر دې مخکې هم بنګله دیش په هند کې له لوبو کولو انکار اعلان کړی چې ورسره د کرکټ نړیوالې شورا د بنګله دیش ځای سکاټلنډ ته ورکړ او دا ټیم یې د نړیوال جام د لوبو له جدول بهر کړ.

بنګله دېش ادعا کړې چې په هند کې یې لوبغاړي خوندي نه دي نو ځکه دې د دوی لوبې په سرېلنکا کې وشي. هند او د کرکټ نړیوالې شورا دا ادعا او غوښتنه رد کړې وه.

د شل اووره کرکټ نړیوال جام په هند او سرېلنکا کې کېږي.

د کرکټ نړیوال جام د فبروري په اوومه د پاکستان او هالنډ تر منځ په لوبې سره پیلیږي چې تمه ده د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې وشي.