د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د شنبې د ورځې تر خونړیو پېښو ورسته، نن هم د دغه ایالت د مرکز کويټې په ګډون په بېلابیلو ښارونو کې د جدي امنیتي وضعیت خبره کېږي.
یو شمېر سیمه ییز خبریالانو د موضوع د حساسیت له امله خپل او د رسنۍ د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، یکشنبه د دلوې دولسمه هم د کویټې په ګډون په بیلا بیلو ښارونو کې ګرځبندیز نافذ او هیچاته له کورونو د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا وايي، انټرنیټي او ټلیفوني خدمتونه هم تر اوسه په بشپړ ډول قطع دي او اندېښنه څرګندوي چې په یاد ایالت په ځانګړي ډول کویټه کې به میشت افغانان له جدي ستونزو سره مخ وي.
د دې شورا مسول بریالي میاخیل ازادي راډيو ته وویل:
په بلوچستان کې چې کوم افغانان پاتې دي، د هغوی روزمره ژوند حتما په ټپه ولاړ دی، ځکه افغانان خو دوی ته مطلوب دي، او اوس به یې د نیولو لړۍ لا تېزه شيپه خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا مشر
هغه زیاته کړه: « دلته په پښتونخوا کې د افغانانو ژوند له ډېر سخت کړاو سره مخ دی او بیا په بلوچستان کې خو حالت جنګي دي نو هلته خو به بیخي وضعیت غیر نور مال وي، ځکه د پاکستان حکومت ته خو د دغه ډول پېښو په وخت افغانان ښه لاس پاک وي او ټوله پړه پر دوی اچوي.»
پرون شنبه د دلوې یولسمه بلوچستان یوه نارامه ورځ تېره کړه او د مرکز کوټې په شمول په ۱۲ ښارونو او ښارګوټو کې همغږي وسله وال خونړي بریدونه او چاودنې وشوې.
سیمه ییزو خبریالانو ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال که څه هم وضعیت د امنیتي ځواکونو په کنترول کې ښکاري خو د خلکو تر منځ ویره لا هم موجوده ده.
مرګژوبله
د بلوچستان اعلی وزیر میرسرفزار بګټي د ولوې په دولسمه نېټه په کوټه کې خبري غونډي ته وويل چې په "تېرو ۴۰ ساعتونو کې" له وسلوالو سره په نښتو کې "۱۷ امنيتي سرتېري" او ۳۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.
کوټه کې د ټپانو د لیږد یوه شېبه
نوموړي دغه شان ویلي، چې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې ۱۴۵ وسله هم وژل شوي دي.
فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونو په خپلو راپورونو کې ویلي بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) چې امریکا یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژنې د دغه حملو مسولست منلي او په حملو کې یې د پاکستان "۸۴ امنیتي سرتېرو د وژنې" دعوه کړې ده.
ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش بازار یو شمېر دوکانداران وايي که څه هم له سیمې تازه حال نه لري خو په خبره یې پرون وضعیت ډېر خونړی وو.
د ویش بازار یو دوکاندار میرویس ازادي راډيو ته وویل:
«پرون خو هاغاړه وضعیت ډېر خراب وو، که څه هم اوس هلته انټرنیټ بند او ټلیفوني شبکې بندې دي او هیچا سره اړیکه نه نیول کیږي، خو پرون چې ما خبرې کړي دي، څو درنې درنې چاودنې شوي دي په کویټه او د بلوچستان په لس پنځلس ځایونو کې جنګ روان وو، اوس هیڅ تازه مالومات نه لرم چې هلته څّ کیسه روانه ده.»
د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکې هم د نوم د نه ښودلو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:
«له پرون راهیسي په کویټه کې انټرنیټ کار نه کوي زما هلته د کاکا زامن دي، ډېر مو ورته تشویش او اندېښنه ده، ځکه پرون هلته ډېر سخت جنګ وو، موږ له خپلوانو هیڅ احوال نه لرو چې د هغوی وضعیت به څنګه وي، ویل کیږي چې نن هم په ټوله کویټه کې د خلکو په ګرزېدو بندیز دی او هیچاته له کورونو نه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.»
که څه هم په وروستیو کې د بلوچستان له بیلابیلو سیمو نه په ګڼ شمېر کې افغان کډوال په جبري ډول افغانستانه ته ایستل شوي خو د راپورونو له مخې لا هم د کویټې په ګډون په یو شمېر سیمو کې ځیني افغان کډوال میشت دي.
بلوچستان له افغانستان او ایران سره ګډه اوږده پوله لري له لسیزو راهیسې د ناکراریو شاهد دی.
د پاکستان امنیتي چارواکي تور لګوي چې د بلوچستان په وروستیو ناکراریو او بریدونو کې د هند له ملاتړ برخمنې وسله والې ډلې چې دوی یې "فتنة الخوارج" او "فتنة الهندوستان" یادوي لاس لري.
هغه ادعا چې هندي چارواکو رد کړې ده.