د بلوچستان اعلی وزير میر سرفراز بګټي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو په تېرو نژدې دوو ورځو کې د دې ایالت په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو او جګړو پر مهال ۱۴۵مشکوک وسله وال وژلي دي.
ښاغلي بګټي نن په کوټه کې خبریالانو ته وويل، په تېرو ۴۰ ساعتونو کې له وسله والو سره په نښتو کې ۱۷ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.
د هغه په وینا پرون شنبې په وسله والو حملو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی. بګټي زیاته کړه چې په ګوادر کې د یوې کورنۍ پنځه مېرمنې او درې ماشومان چې ټول د خضدار سیمې اوسېدونکي بلوڅان وو، وژل شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ او ګوادر سیمو کې له وسله والو حملو وروسته چې پړه یې بلوڅ بېلتونپالو ومنله، د پاکستان پوځ پرون وویل چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۹۲ تنه مشکوک وسله وال وژلي دي.
د پوځ عامه اړیکو څانګې وویل چې د وسله والو په حملو کې ۱۸ ولسي وګړي او ۱۵ پوځیان وژل شوي دي.