قالیباف: هغه اروپايي پوځونه تروریستي ډلې دي چې سپاه پاسداران تروریستي ډله بولي

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف

د ایران د پارلمان مشر د هغو هېوادونو پوځونه تروریستي ډلې بللي چې د ایران سپاه پاسداران یې تروریستي ډله اعلان کړې ده.

محمدباقر قالیباف نن د پارلمان غونډې ته په وینا کې وویل د ایران د قوانینو له مخې هغوی چې سپاه تروریستي ډله بولي، خپل پوځونه یې تروریستي ډلې دي.

هغه زیاته کړه چې اروپایانو د سپاه په هدف ګرځولو سره خپلې پښې په تبر ووهلې او ثابته یې کړه چې یوځل بیا یې په ړندو سترګو د امریکا اوامر ومنل.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ د یو سیمبولیک اقدام په ترڅ کې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د یوه تروریستي سازمان په توګه اعلان کړ. د اروپايي ټولنې غړو دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې دې ځواک په ایران کې د خلکو پراخ اعتراضونه په کلکه وځپل.

دا لاریونونه چې ساری یې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې لږ لیدل شوی د ډسمبر په ۲۸ مه د ایراني ریال د ارزښت د رالوېدو او ګرانۍ په وړاندې د تهران له بازاره پیل شول چې وروسته نورو ولایتونو ته وغځیدل او د رژیم پر وړاندې د پراخو اعتراضونو بڼه یې غوره کړه.