طالبان: د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره په ګده د قاچاقبرانو مخنیوی کوو

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یوه سرحدي سیمه چې د مخدروموادو قاچاقبران کار ترې اخلي.

د طالبانو حکومت، د ګډو ګټو د امنیتي تړون له هغې پرېکړې وروسته چې غواړي د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي ویلي چې ځواکونه یې د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډه د ناآرامیو مخنیوی کوي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل چې د مخدرو موادو قاچاقبران کله ناکله هڅه کوي چې له دې لارې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي خو ښاغلي مجاهد وویل افغانستان هڅه کوي چې د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډه د دې قاچاقبرانو مخه ونیسي.

روسي رسنیو پرون د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر طلعت بیګ مسادیکوف له قوله راپور ورکړ چې وايي تاجکستان ته د وسلو د سپارلو لست چمتو کوي خو دا موضوع تر اوسه نه ده روښانه شوې چې تاجکستان ته به دا وسلې څه وخت سپارل کیږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو په ختلان ولایت کې د مخدرو موادو له شکمنو قاچاقبرانو سره د نښتې خبر ورکړ. په دې نښته کې د تاجکستان د سرچینو په وینا ۳ وسله وال ووژل شول او ۲ نور افغانستان ته وتښتېدل.

له دې مخکې په ګډ سرحد کې د نورو ناامنیو راپورونه هم ورکړل شوي دي.