د افغانستان او تاجکستان پر پوله درې وسله وال کسان وژل شوي دي

د تاجکستان سرحدي ځواکونه د افغانستان پولې ته نژدې د ګزمې پرمهال (آرشیف)

د افغانستان او تاجکستان پر پوله په یوه نښته کې درې وسله وال کسان وژل شوي دي.

د آزادې اروپا/ آزادۍ راډیو د تاجکي څانګې د راپور له مخې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې په ۹مه) ماښام مهال د شمس الدین شاهین ولسوالۍ په بهارک سیمه کې شوې ده.

د تاجکستان چارواکو دا کسان د مخدرو موادو افغان قاچاقبران بللي دي. د چارواکو په وینا پنځو وسله والو قاچاقبرانو له آمو سیند څخه د تاجکستان خاورې ته د اوښتو پرمهال د تاجکستان د سرحدي ځواک خبرداري ته پاملرنه ونه کړه او وسله وال مقاومت یې وکړ چې په نتیجه کې یې درې کسان ووژل شول او دوه نور د افغانستان پر لور په تېښه بریالي شول.

په خبر کې راغلي دي چې وژل شوي کسان د افغانستان د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو ویلي دي چې له دې وسله والو څخه یې درې کلاشینکوفونه او ۱۵۰ مرمۍ، یوه کشتۍ او د چرسو او تریاکو څلور بوجۍ ترلاسه کړي دي. د طالبانو حکومت تردې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو له دې مخکې هم په سرحد کې له قاچاقبرانو سره د نښتو خبر ورکړی و. د مرغومي (جدي) میاشتې په ۲۸مه، د تاجکستان چارواکو اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو یې په همدې سیمه کې ۴ تروریستان چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې څخه وراوښتي وو، وژلي دي.