خیبرپښتونخوا د افغانستان د ترانزیتي لارو د بندېدو له کبله اسلام آباد ته خبرداری ورکړی

د تورخم دروازه (آرشیف

په مالي چارو کې د خیبرپښتونخوا د والي سلاکار مزمل اسلم د سوداګرۍ فدرالي وزیر جام کمال ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له ترانزیتي لارو سوداګري عملا درېدلې چې له کبله یې د صادراتو د کمېدو، سوکه ودې او د بېکارۍ د زیاتېدو په نتیجه کې د پاکستان کمزوری اقتصاد نور هم خراب شوی دی.

نوموړي په دې لیک کې چې پرون پر انګلیسي ژبې ډان ورځپاڼې او د ښاغلي اسلم پر خپله ایکس پاڼه خپور شو ویلي دي چې د ترانزيتي لارو له بندېدو وروسته د خیبرپښتونخوا په عوایدو کې ۵۳ سلنه کموالی راغلی دی.

ښاغلي اسلم د زیربنايي پرمختګ د مالیو په راټولولو کې د پاتې راتلو له کبله د خیبرپښتونخوا د اتیا سلنې اقتصادي سقوط یادونه هم کړې چې علت یې ترډېره له افغانستان سره د ترانزیتي لارو بندېدل بلل شوي دي.

خیبرپښتونخوا خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د ترانزیتي لارو بندېدو د ټول ایالت پر عوایدو ناوړه اغېز کړی دی.

هغه د خیبرپښتونخوا د عوایدو د ادارې یو مکتوب، چې د مالیو په ترلاسه کولو کې ناڅاپي کمی ښيي هم له خپل لیک سره ضمیمه کړی او له فدرالي حکومت څخه یې غوښتي دي چې د اړوندو اړخونو په ګډون یوه لویه غونډه راوبولي څو له افغانستان سره د ترانزیتي لارو د بندېدو اغېزې وڅېړي او د صادروونکو او نورو سوداګرو لپاره د مرستې لارې چارې ولټوي.

د خیبرپښتونخوا د سیاسي او سرحدي چارو خبریال او شنونکي شمس مومند د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل له افغانستان سره د ترانزیتي لارو د بندېدو په برخه کې د پاکستاني چارواکو نه پاملرنه، پوښتنې رابرسېره کوي.

“د صوبې د عوایدو ټول بنیاد له افغانستان سره په سوداګرۍ او ترانسپورت باندې ولاړ دی. ځکه په عوایدو کې ۵۳ سلنه کمښت ډېر زیات دی. بله خبره دا ده چې آیا مرکزي حکومت د هغو صوبو لپاره چې له نورو هېوادونو سره سرحد نه لري، څنګه عواید پیدا کوي؟ د صوبې لپاره په خپلو وسایلو او امکاناتو فکر کول په کار دي. نو دا د مرکزي حکومت اختیار دی چې له کوم ملک سره تعلق ساتي او له کوم یوه سره یې نه ساتي.“

په دې اړه نور: د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور غړیو د لارو د پرانیستو هڅې پيل کړې

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ له جګړې وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا بندې شوې.

شنونکي وايي، د ترانزیتي لارو د بندېدو په برخه کې د پاکستاني چارواکو نه پاملرنه، پوښتنې رابرسېره کوي.

خو وروسته بیا د طالبانو حکومت د دې لارو له بیاپرانیستو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا لارې به یوازې هغه مهال خلاصې شي چې پاکستان دا تضمین ورکړي چې بیا به یې په دې او هغه پلمه نه بندوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مرستیال محمدیونس مومند له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، دا تضمین په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو نه زیانمنېدل یقیني کوي.

ښاغلي مومند زیاته کړه“د افغانستان لپاره ټولې لارې مهمې دي. خصوصا پاکستان زموږ یو ستراتيژیک شریک دی او د کراچۍ بندر له مهمو بندرونو څخه دی، خو په هغه اندازه مهم هم نه دی چې هرڅه چې (پاکستان) وايي، هغه به کېږي. زه فکر کوم اوس هم که چېرته هغه تضمینونه چې د افغانستان د اسلامي امارت د قناعت وړ وګرځي وي نو دا به په راتلونکي کې د افغان او پاکستاني سوداګرو د عدم متضرر کېدو لپاره یو تضمین وي.“

کابل بیا بیا استدلال کړی چې د اسلام آباد له ضمانت پرته به دا لارې خلاصې نه کړي او افغان سوداګرو ته یې ویلي دي چې بدیلې لارې ولټوي.

که څه هم افغانستان او پاکستان د اکتوبر میاشتې له جګړې وروسته د قطر او ترکیې په منځګړتوب پر اوربند موافقه وکړه خو نه د لارو د خلاصېدو په برخه کې پرمختګ وشو او نه د دوی ترمنځ د سولې د بل پړاو خبرې وشوې.