د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو څارونکې ادارې سیګار اعلان کړی چې د روانې جنوري میاشتې په ۳۱مه یې فعالیت پای ته رسېږي.
سیګار د چارشنبې په ورځ (د سلواغې په ۸مه- د جنوري ۲۸مه) په یوه بیان کې له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د دې ادارې ملاتړ کړی، فعالیتونه یې څارلي دي او یا یې ګټه ترې اخیستې ده.
د امریکا کانګرس نوموړې اداره په ۲۰۰۸ کال کې په دې مقصد جوړه کړه چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت پر مرستو څارنه وکړي.
سیګار په دې کلونو کې د افغانستان د پرمختګ په پروژو کې د فساد په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړل او ویل یې چې په افغانستان کې د امریکايي مالیه ورکوونکو په میلیونونه ډالره مرستو کې فساد روان دی.
د سیګار د معلوماتو له مخې متحدوایالتونو د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هم له افغانستان سره څه باندې ۳ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.
د ولسمشر ډونالډټرمپ ادارې د تېرکال په جنوري میاشت کې د امریکا بهرنۍ مرستې بندې کړې.