ټرمپ: د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشرډونالډ ټرمپ د سې شنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د امریکا د پوځ « یوه بله بېړۍ» د ایران پر لور روانه ده.

ټرمپ په آیوا ایالت کې په یوه وینا کې وویل: «په رښتیا، همدا اوس یوه بله ښکلې بېړۍ هم په ښکلي ډول د ایران پر لور روانه ده. نو باید ووینو چې څه پېښېږي».

د امریکا ولسمشر روښانه نه کړه چې د هغه له دې بېړۍ ډلې څخه هدف هماغه د «یو‌اېس‌اېس ابراهام لینکن» الوتکې ‌وړونکې بېړۍ او ورسره ملې جنګي کښتۍ دي چې د دوشنبې په ورځ منځني ختیځ ته داخلې شوې دي او که هغه د امریکا د پوځ بله نوې بیړۍ ده چې سیمې ته استول شوې. خو ټرمپ داهم وویل: «هیله لرم چې هوکړې ته ورسېږي».

دا په داسې حال کې ده چې د تهران او واشینګټن ترمنځ په ایران کې د اعتراضونو د ځپلو پر سر د کړکېچونو له زیاتېدو سره سم، امریکا د سې شنبې په ورځ، په منځني ختیځ کې د څو ورځنیوپراخو هوايي پوځي تمرینونو د ترسره کېدو خبر ورکړ.

اټومي الوتکې ‌وړونکې «ابراهام لینکن» بیړۍ چې د پرمختللو اف -۳۵ جنګي الوتکو په ګډون پرنږدې ۹۰ جنګي الوتکو سمباله ده، په تېرو ورځو کې له خپل پخواني ځای، د چین د جنوب له سمندر څخه، د فارس خلیج پر لور روانه وه، او د امریکا د مرکزي قومندانۍ سنتکام د تایید له مخې، د ایران په جنوب کې د اوبو مهم نړیوال تنګي ته رسیدلې.