په هرات کې د تاپي د ګازو د نل ‌لیکې کارونه چټک شوي دي

د تاپي د ګازو د نل لیکې پروژه په هرات ولایت کې یوې نوې مرحلې ته رسېدلې او د دې نل لیکې ۹۱ کیلومتره اوږده کرښه د نلونو د ایښودو لپاره چمتو شوې ده. له منځنۍ اسیا څخه خپریدونکې د تریند ورځپانې د سې شنبې د ورځې د راپورله مځې دا خبره په افغانستان کې د تاپي پروژې مشر او د ترکمنستان جنرال قونسل، باتیر یولوف، د هرات له والي سره په لیدنه کې کړې ده.

چارواکو ویلي چې د دغې کرښې ترڅنګ څو کاري کمپونه هم جوړ شوي او تمه ده چې د دې پروژې د هرات د برخې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي. ترکمنستان د دې پروژې پلي کېدو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د تاپي ۱۸۱۴ کیلومتره اوږده نل ‌لیکه به هر کال ۳۳ میلیارډ مکعب متره ګاز د ترکمنستان د ګلکینیش د ګازو له ساحې څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي. د دې پروژې چارې چې د ۲۰۱۵ کال په ډسمبرکې په ترکمنستان کې پیل شوې، د افغانستان د برخې د رغولو چارې یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوي چې د نا امنۍ له امله ډیرې ځنډیدلې دي خو پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د دې پروژې چارې بیا تیزې شوې دي.