د طالبانو حکومت له درو پرته د خبریالانو او رسنیو د ټولو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي

افغان خبریالان او عکاسان

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ په دې اړه یوه اعلامیه ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دوی یواځې «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید کړي دي.

له دغو دریو پرته پاتې نور ټول سازمانونه او بنسټونو لغوه شوي.

د طالبانو حکومت د دغو بنسټونو مسوولین په غیر مسلکیتوب تورن کړي او ادعا یې کړې چې په نړیواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور ته زیان رسولی وو.

د طالبانو دغه اقدام د رسنیزو فعالانو عکس العملونه پارولي.

له دې ډلې رسنیز فعال او افغانستان کې د جنوبي اسیا د رسنیو سفما پخواني مشر ضیا بومیا ازادي راډیو ته وویل چې د ده په خبره له استبدادي نظامونو له دې ډېره تمه نه شي کیدای.