په داسې حال کې چې په ایران کې پرانټرنېټ لګول شوی بندیز ترډیره بریده پرخپل حال پاتې دی، د دې هیواد په وروستیو اعتراضونو کې د مړو شویو کسانو د شمیرد زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي.
ډیجیټالي څارونکې ادارې نېټ بلاکس (NetBlocks) پرون یکشنبې د جنورۍ په ۲۵مه وویل چې په ایران کې پر انټرنېټ بندیز له ۴۰۰ ساعتونو اوښتی او زیاته یې کړه چې د انټرنیټ د لنډمهاله نښلونې زیاتوالي، ښايي په پراخه پیمانه د انټرنیټ د بیرته فعاله کیدو په اړه یوه غلطه انګېرنه رامنځته کړې وي. د دغې ادارې په وینا د بندیز ماتولو وسایلو لکه VPN محدودې آنلاین اړیکې ممکنې کړې دي.
په عین حال کې د بشري حقونو ډلې وایي چې پرانټرنیټ دغه بندیز د اعتراض کوونکو د تنظیم او همغږۍ وړتیا کمزورې کړې او د معلوماتو جریان یې محدود کړی، چې له امله یې په خپلواکه توګه په اعتراضونو کې د مرګ ژوبلو تاییدول ستونزمن شوي دي.
په امریکا کې مېشت د بشري حقونو سازمان HRANAوایي، تر اوسه یې د مړو تایید شوی شمېر ۵۴۵۹ کسانو ته رسېدلی او د ۱۷۰۳۱ نورو کسانو د مړینې پېښې لا هم تر څېړنې لاندې دي.
خو د ټایم (Time) مجلې له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې په ایران کې په اعتراضونو کې د مړو شمېر ښايي له ۳۰ زرو څخه زیات وي او دا خبره دوو لوړپوړو ایراني روغتیايي چارواکو دې مجلې ته کړې ده.
په دغه راپورکې چې د جنورۍ په ۲۵مه خپور شوی، ویل شوي چې ډېری مړینې د جنورۍ په ۸ مه او ۹مه شوي، هغه مهال چې په ایران کې د حکومت له لوري د سراسري اعتراضونو سخته ځپنه اوج ته رسېدلې وه. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د سخت سانسور او د انټرنیټ د اوږمهاله پریکیدو له امله په ترسره شویو اعتراضونو کې د مړینې شمېرې په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.
د ټایم مجلې له خوا د مړینو خپرې شوې شمیرې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له خوا اعلان شویو رسمي شمیرو سره چې د ۳۱۱۷ کسانو مړینې یې تایید کړي، په ښکاره په تضاد کې دي، خو هغه هغو شمیرو ته ډیرې نژدې دي چې نړیوالو یې اټکل کړی دی.