په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو، کابل ته خپل سفر پرون یکشنبې پای ته ورساوه.
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې اغلې ډیکارلو د خپل سفر پر مهال په افغانستان کې له واکمنو چارواکو، په کابل کې مېشتو د دیپلوماتیکې ټولنې له غړو، همدارنګه له ښځو، د مدني ټولنې له استازو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې له ښځینه کارکوونکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې له واکمنو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې محدودیتونواو همدارنګه په افغانستان کې د ښځو پر زده کړو، کار او عامه ژوند کې د لګول شويو پراخو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې اغلې ډیکارلو واکمن چارواکي هڅولي چې د دوحې په بهیر کې په بشپړه توګه ښکېل پاتې شي او خپلو نړیوالو ژمنو ته پام وکړي؛ هغه ژمنې چې د ملګرو ملتونو په وینا له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره اړینې دي.
د اعلامیې له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې چې خپلو اړیکو او تعامل ته به دوام ورکوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دوحې بهیر د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې پیل کړ، چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو همغږي کول بلل شوي دي.
روزمري ډیکارلو د شنبې په ورځ کابل ته رسېدلې وه او د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو امیرخان متقي او سراج الدین حقاني سره جلا جلا لیدنې کتنې ترسره کړي دي.