دغه ادارې په خپله اېکس پاڼه په یوه خبرتیا کې چې شنبه د جنورۍ ۲۴مه ناوخته یې خپره کړې ویلي، د نړیوالو معتبرو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د دغه اورښتونو ډېره برخه به د اټکل شوې مودې په پیل کې وي او باید د دغه سیمو اوسېدونکې د احتمالي خطرونو درنې واورې او سیلابونو په وړاندې چمتوالی ونیسي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې تر ټولو سړه هوا به د اوونۍ په لومړۍ نیمایي کې وي، ځکه نو خلکو ته سپارښتنه شوې چې په ځانګړي ډول په ماشومانو او سپین ږیرو کې د یخنۍ له امله د زیانونو د مخنیوي لپاره هم لازم تدابیر ولري.
د روانې اونۍ تر چهارشنبې ورځې پورې به د افغانستان د ختیځو ولایتونو په ډیری سیمو کې د درنو واورو اټکل کېږي.
د دې ادارې له لوري خپرې شوې خبرتیا سره مل نقشه کې ښودل شوي چې د کابل په ګډون کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار،بامیان غزني، میدان وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، لغمان او نورستان کې به دا اونۍ واورې او بارانونه اووري.
خو په ځینو دې ولایتونو کې بیا د ورښتونو کچه متوسطه ( لس ملي متره مایع) ښودل شوې ده.
په همدې حال کې د افغانستان د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې وايي، لا له وړاندې سخته سړه هوا تجربه کوي او د بې وزلۍ له امله نه شي کولای د خپلو کورنیو لپاره ګرم ماحول برابر کړي.
په دې اړه نور: درنې واورې؛ د افغان کارګرو بې روزګاري او زیاتیدونکې اقتصادي ستونزېد لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي فرید الله ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسي د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې سختې واورې شوي چې له امله یې د یخنۍ سخته څپه پیل شوې ده.
" واوره خو الهي رحمت دی خو د هغه کسانو لپاره چې امکانات لري، ښه کورونه لري، برښنا لري، موږ غوندې خلک چې په ولسوالیو کې اوسیږو او هیڅ ډول اسانتیاوې نه لرو سخت ورسره په تکلیف یو، د سونګ لپاره لرګي نه لرو، هوا یخه ده، ماشومان او مشران ناروغان دي او ژوند ډېر په سختۍ تیریږي. "
له تېرو څو ورځو راهیسي په افغانستان کې سختې واورې او بارانونه شوي چې خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د کونړ ولایت د دیوه ګل درې یوه اوسېدونکې میرزا محمد چې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمن شوی وايی، لا هم په خیمو کې ژوند کوي خو سختې واورې یې ماشومان ناروغان کړي دي.
نوموړي وویل که څه هم ژمنه ورسره شوې وه چې کورونه به ورته جوړیږي خو په خبره یې په سختې یخنۍ او واورو لاندې په خیمه کې له هر ډول اسانتیاوو پرته ژوند کوي:
"واوره شروع شوې دې، دلته موږ په په خیمو کې ژوند کوو، ماشومان سختې یخنې وهلي، ښځې ناروغانې دي، یخني ډېره زیاته ده، موږ له یوې خوا زلزلې وځپلو اوس مو واوره ځپي، د خوراک لپاره څه نه لرو، نه زموږ څوک پوښتنه کوی چې دلته انسانان پراته دي او که څه، او نه څوک مرسته کوي."
په دې اړه نور: راستانه شوي افغانان په سړه هوا کې سرپناه نه لريدا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسي د افغانستان بیلابیل ولایتونه د سختو واورو او بارانونو شاهدان دي چې خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې شنبه د جنورۍ۲۴مه اعلان وکړو چې په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورو او بارانونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند دغه راز ویلي، چې د دغه واورو له امله سلګونه کورونه په بشپړ او په نیمه ډول ویجاړ شوي او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.
د دغه واورو له امله د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ډیری عمومي او فرعي لارې هم د ټرافیکو پر مخ تړل شوي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.