د هرات ښار اوسېدونکی ۲۲ کلن عبدالرحمن چې د خپلې ۸ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او په لاسي کراچۍ کار کوي وایي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې بې کاره دی.
ده ازادي راډیو ته وویل:
زه یو کال کېږي چې لاسي کراچۍ لرم، خو اوس هوا سړه ده بې کاره یم، ماشومان او ناروغان هم لرو څوک پور هم نه راکوي او ژر یې غواړي، هېڅ چا راسره مرسته نه ده کړېد هرات یو اوسیدونکی
دی زیاتوي:
« ما هغه بله ورځ ۵۰ افغانۍ کار وکړ خو نن له سهار راهیسې بازار کې یم، کار نشته او هېڅ پیسې مې نه دي ګټلي، همدلته کراچۍ سره ولاړ یم.»
دی وایي دا او کورنۍ یې دا شپې، ورځې په لوږه تېروي.
د کابل ښار د دارالامان سیمې اوسېدونکي او د لاسي کراچۍ چلوونکي ۱۹ کلن عبدالله ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په واورو کې په لاسي کراچۍ ورته کار کول ډېر سخت دي، خو دا چې د خپلې ۶ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده، اړ دی چې کار ته راووځي:
«زه د سړک پر سر درېږم چې یو کس راشي او کراچۍ کې ورته بار یوسم، ډېره سخته ده خو څه وکړم مجبوري او بې وزلي مې ده، پلار مې وفات شوی او ټول مسولیت په ما دی، هوا سړه او کار هم نشته، ورځ کې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو پیدا کوم، هغه هم چې راوړم یو پنځه شپږ وچې ډوډۍ پرې واخلم، که ۴۰ افغانۍ پاتې شي یو سبزۍ څه پرې واخلم.»
د پنجشیرو دره ولسوالي او د خلکو د واورې پاکولو انځور
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي چې د سړکونو په غاړو کار کوي وايي د ښارونو په پرتله ولسوالیو کې ورته کارموندنه خورا سخته ده خو چې کله ورښتونه وي په ورځو ورځو په کورونو ناست وي.
د دې ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ یو اوسېدونکې چې ۵۰ کاله عمر لري او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:
«موږ په دې بارانونو او واورو کې په کور یو، نه مو کار شته او نه د خوراک څه لرو، سختو ستونزو سره مخ یو، په لاسي کراچۍ کار کوم د خلکو بارونه له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوم چې کله لمر وي ورځ کې سل افغانۍ کار کوم، ۱۸ کسان مې کورنۍ کې دي ۵ یتیم ماشومان دي، دا سل افغانۍ هېڅ شي ته نه رسېږي، قرضداره یو، اوس هم هر څه په پور اخلو، مېرمن مې ناروغه ده کله یې روغتون ته وړم، کله چا نه وي پیسې ورته قرض کړم سختو ستونزو سره مخ یو.»
د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان تر نیمایي زیاتو ولایتونو کې روانه اونۍ درنې واورې وشوې چې له امله یې په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې په تېرو دریو ورځو کې د افغانستان په لږ ترلږه ۱۵ ولایتونو کې د واورو او بارانونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ژوبل شوي دي.
د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد شنبه د جنورۍ ۲۴ مه په یو ویډیویي بیان کې ویلي چې دغه شان د واورې او بارانونو له امله سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي او تخریب شوي او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د سړې څپې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې وضعیت کې زرګونه کورنۍ له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.
وړاندې تر دې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي وو په روان ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان ۲۱عشاریه ۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.