د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له وزیر سره کتلي دي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمېري دیکارلو او د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزیر سراج الدین حقاني

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري دیکارلو او ورسره پلاوي د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو له وزیر سراج الدین حقاني سره په کتنه کې د طالبانو د سرچینو په وینا د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراخوالي او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس پاڼه د دې کتنې خبر ورکړی او ویلي دي چې دواړو خواوو همداراز د مخدروموادو پرضد د مبارزې، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د افغانستان پر خصوصي سکټور د بندیزونو د لیرې کېدو او د ملګروملتونو په مشرۍ د بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.

مېرمن دیکارلو چې پرون کابل ته ورسېده، د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي خو د ملګروملتونو ویاند ستیفن دوجاریک مخکې ویلي و، چې نوموړې به د دې سفر پرمهال د طالبانو له ځینو مشرانو سره وګوري. د هغه په وینا د دې سفر هدف د دوحې د بهیر تعقیب دی.