د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د هواپېژندنې د نړیوالو ادارو په حواله اټکل کړی چې د سلواغې تر اتمې نېټې پورې به د هېواد په ځینو ولایتونو کې د منځنۍ کچې بارانونه وشي خو د ختیځ په پراخو سیمو کې به درنې واورې واوري.
په بیان کې له خلکو غوښتنه شوې چې سېلابونو او درنو واورو ته چمتو واوسي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره همداراز اټکل کوي چې د روانې اونۍ د پیل په ورځو کې ښايي هوا ډېره سړه شي نو ځکه دا اداره سپارښتنه کوي چې خلک دې په تېره د ماشومانو او زړو کسانو د ژغورنې لپاره د سړې هوا د اړوندو ناروغیو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې له خوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې له تېرې چارشنبې ورځې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د درنو واورو د ورېدو له کبله له شپېتو ډېر کسان مړه شوي، له سلو ډېر نور ټپیان دي او ۴۵۸ کورونو څه پوره څه نیمايي ویجاړ شوي دي.